د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۰

غزه کې د موقت اوربند ژر اعلان؛ جزیات یې څه دي؟


یو اسراییلي سرتېری په غزه کې
یو اسراییلي سرتېری په غزه کې

په غزه کې د روانې جګړې په ترڅ کې چې له پیله یې نژدې اوه اونۍ تیریږي، د لومړني موقت اوربند له مخې چې سخت دریځې حماس ډلې او اسراییل دواړو پرې موافقه کړې، حماس د هغو شاوخوا ۲۴۰ یرغمل شویو پنځوس تنه خوشې کوي چې دې ډلې د اوکتوبرپراومه د اسراییل پرجنوبي ښارګوټو په برید کې یرغمل کړي دي.

حماس چې د امریکا متحده ایالات او اروپایي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، په دغه برید کې پر یرغملو سربیره ۱۲۰۰ اسراییلیان وژلي دي.

اسراییل پرڅلور ورځني اوربند د شوې موافقې له مخې، چې عملي کیدل به یې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې رسماً اعلانیږي، له خپلو زندانونو لږتر لږه ۱۵۰ فلسطینیان ازادوي.

اسراییل ویلي، اوربند کیدای شي اوږدشي که حماس د یرغمل شویو ازادولو ته دوام ورکړي.

ټاکل شوې، د یرغملو لومړنۍ ډله به چې شمیریې شاوخوا لس تنه ښودل شوی، د اوربند له ټینګیدو وروسته سبا پنجشنبې ازاد شي.

د رویترز خبري آژانس د راپورله مخې، د اسراییل د صدراعظم بینامین نتانیاهو دفترپه یوه اعلامیه کې ویلي چې د څلور ورځني اوربند په ترڅ کې به پنځوس تنه چې هغه یوازې ښځې او ماشومان ښودل شوي، ازاد شي.

غزه کې روانې جګړې زرګونه تنو ته مرګ ژوبله اړولې او درنې ویجاړۍ رامنځته شوي
غزه کې روانې جګړې زرګونه تنو ته مرګ ژوبله اړولې او درنې ویجاړۍ رامنځته شوي

سرچینه زیاتوي، ښایي دغه اوربند وغځیږي که حماس له هغې وروسته هم د نورو یرغملو خوشې کیدو ته دوام ورکړي.

په اعلامیه کې د زنداني فلسطینیانو د خوشې کیدو یادونه نه ده شوې، خو د اسراییل د عدلیې وزارت د ۳۰۰ زنداني فلسطینیانو د نومونو یو فهرست خپورکړی چې ښایي ازاد شي.

سخت دریځې حماس ډلې ویلي، د اسراییل له زندانونو د یونیم سل فلسطیني ښځو او ماشومانو د ازادولو په بدل کې به پنځوس تنه یرغمل ازاد کړي.

د شوې موافقې له مخې، به غزې ته چې اسراییل بشپړه محاصره کړې، پر بشري مرستو، درملو او سوند موادو بار سلګونو لارې ننوځي .

اسراییل همدارنګه منلې چې د اوربند په موده کې به د غزې پرجنوبي برخې ټول هوایي بریدونه دروي او په شمالي برخه کې به یې د ورځې د شپږو ساعتونو لپاره الوتنې نه کیږي.

د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن د غزې اوربند ته خوښي ښودلې
د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن د غزې اوربند ته خوښي ښودلې

د امریکا ولسمشرجوبایډن د اسراییل او حماس ترمنځ د موقت اوربند په اړه د شوې موافقې هرکلی کړی او ویلي یې دي داچې د حماس له خوا یو شمیر یرغمل شوي به د شوې موافقې له مخې ډیرژر ازاد شي، دی ډیر د ارامۍ احساس کوي.

جوبایډن پرون سې شنبې وویل، ډېرخوښ دی چې یو شمېر دغه زړور به په منځني ختیځ کې د شوې موافقې د بشپړعملي کیدو په ترڅ کې بیرته له خپلو کورنیو سره یوځای شي.

بایډن د قطر او مصر له مشرانو څخه چې د ده په وینا دغې موافقې ته د رسیدو په برخه کې یې مهم رول لوبولی مننه وکړه او اسراییل یې هم وستایه چې په غزه کې په روانه جګړه کې یې له اوږدمهاله وقفې سره موافقه کړې.

د څلور ورځني اوربند په اړه دغه موافقه پرون، سه شنبې اعلان شوه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG