د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

غزه کې اوربند او د یو شمېر بندیانو او یرغمل شویو کسانو د تبادلې پیل


د سره صلیب یو موټر چې له حماس څخه خوشې شوي بندیان لېږدوي
د سره صلیب یو موټر چې له حماس څخه خوشې شوي بندیان لېږدوي

په غزه کې د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند له نافذيدو څوساعته وروسته دې ډلې ۲۴ تنه برمته خوشې کړل.

د راپورونو له مخې، په خوشې شویو کسانو کې ۱۳ تنه اسراییلیان او ۱۱ ټایلنډي وګړي شامل دي.

قطري چارواکو بیا ویلي چې په دې ډله کې یو فلپینی هم شته.

اسراییلي رسنیو د سره صلیب د نړیوالې کمیټې له قوله ویلي چې په خوشې شویو کسانو کې ۱۳ ښځې او ماشومان دي چې ټول پرون د رفح د سرحد له لارې مصر ته ورسېدل.

په عین حال کې قطر خبر ورکړی چې اسراییلو هم د اوربند د موافقې په ترڅ کې ۳۹ تنه فلسطینۍ مېرمنې او ماشومان چې نیولي یې وو، خوشې کړې دي.

د قطر د بهرنیوچارو وزارت ویاند دا خبر پر اېکس شبکې (پخواني ټویټر) په یوه بیان کې ورکړی دی.

د غزې ښار چې حماس ډلې ولکه پرې لرله اوس مهال د اسراییلو له خوا په بشپړ ډول کلابند شوی دی.

اوبه او سونګ مواد د غزې د اوسېدونکو اصلي اړتیا ده.

اسراییلو منلې چې د بشري مرستو د ماموریتونو لپاره به د ورځې ۱۳۰ زره لیتره تیلو ته اجازه ورکوي.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د ادارې اوچا ویاند یینس لایرکي بېګا وویل چې د اوربند له نافذیدو سره سم غزې ته د بشري مرستو رسول په چټکۍ سره روان دي.

د هغه په وینا، تېل د غزې له مهمو اړتیاوو څخه دي.

اسراییلي پوځیان د غزې په یوه برخه کې
اسراییلي پوځیان د غزې په یوه برخه کې

لایرکي زیاتوي:

"دا ډېره مهمه ده چې غزې ته باید تیل ورسېږي څو تر کنډوالو لاندې د خلکو د راایستلو لپاره ټول وسایط فعال شي. اوس مهال دلته لیدل کېږي چې تاسیساتو ته سخت زیان اوښتی دی."

حماس ډلې چې امریکا او اروپايي ټولنه یې د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني، د اکتوبر په اوومه پر اسراییلو د حملې پرمهال شاوخوا ۲۴۰ کسان برمته کړل.

حماس له پرونۍ موافقې مخکې هم یوشمېر برمته خوشې کړي وو.

د غزې د روغتیا وزارت چې حماس ډله یې اداره کوي، ویلي دي چې پر دې ښار د اسراییلو د حملو په نتیجه کې له ۱۳۳۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي دي.

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو ویلي چې د اکتوبر د اوومې په حمله کې د ده په هېواد کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان وژل شوي وو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG