د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۱

له اوربند وروسته د غزې وضعیت؛ د بشري مرستو لارۍ ور روانې دي


د بشري مرستو یو کاروان
د بشري مرستو یو کاروان

په غزه کې د اوو اوونیو تر جګړې وروسته د نن سهار له اوو بجو د لنډمهاله اوربند تر نافذېدو وروسته کراري ده او دې موضوع دغه جګړه ځپلي ښار ته د بشري مرستو د رسېدو زمینه برابره کړه.

نن سهار له مصر څخه هم غزې ته په مرستو بار لارۍ ننوتلې.

د رویټرز خبري اژانس په تصویرونو کې ښکاري چې په دغو لاریو کې دوې یې د مصر د سازمانونو وې او پر یوه دا شعار لیکل شوی و: په ګډه د بشرپالنې لپاره. پر بل لیکلي وو: په غزه کې زموږ د وروڼو لپاره.

په همدې حال کې د جرمني خبري اژانس لیکلي چې په ټوله کې به غزې تړانګې ته په بشري مرستو بار ۲۰۰ لارې او په تېلو بار څلور لارۍ ځي.

دغه څلورورځنی اوربند، پر ځايي وخت نن سهار اووه بجې نافذ شو چې ګومان کېږي له کبله به یې د ۱۵۰ فلسطیني بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې له غزې د اسراییل لسګونه یرغمل شوي کسان خوشې شي.

حماس ډله چې د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه یې تروریستي سازمان ګڼي ژمنه کړې چې د دې اوربند پر مهال به د اسراییل د ۲۴۰ یرغمل شویو کسانو له ډلې لږ تر لږه ۵۰ کسان خوشې کوي.

یو شمېر جګړه ځپلي خپلو مېنو ته ستنیږي
یو شمېر جګړه ځپلي خپلو مېنو ته ستنیږي

حماس ډلې دغه ۲۴۰ کسان د اکتوبر میاشتې پر اوومه پر اسراییل د حملې پر مهال یرغمل کړي وو.

دغې ډلې د هغې حملې پر مهال په اسراییل کې ۱۲۰۰ کسان وژلي وو او هغه حمله د دې سبب شوه چې اسراییل په غزه کې هوايي او ځمکني پوځي عملیات پیل کړي.

اسوشېټېډ پریس خبري اژانس راپور ورکړی چې دواړه لوري به په پیل کې ښځې او ماشومان خوشې کوي.

د اسراییل عدلیې وزارت د ۳۰۰ هغو بندیانو لیست خپور کړی، چې د خوشې کېدو پر شرایطو برابر دي. په دوی کې ډېری یې هغه تنکي زلمیان دي چې د یوه کال په موده کې پر اسراییلي ځواکونو د ډبرو د ګوزارونو او نورو وړو جرمونو له کبله نیول شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت ویلي د غزې په جګړه کې شا و خوا ۱۴زره کسان وژل شوي چې ۴۰ فیصده یې ماشومان دي.

دغه شمېرې د خپلواکو سرچینو له خوا تایید شوې نه دي.

د دې جګړې له کبله د غزې د دوو میلیونو او درې لکه اوسېدونکو له ډلې سلګونو-زره یې نورو سیمو ته په کډه کولو مجبور شول.

XS
SM
MD
LG