د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۷

غزه کې اوربند او د یرغمل شویو کسانو تبادله؛ خوشې شوي اسراییلیان خپل هېواد ته رسیدلي


یو یرغمل شوی اسراییلی له خوشې کیدو وروسته
یو یرغمل شوی اسراییلی له خوشې کیدو وروسته

د حماس ډلې له خوا د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو په دویم پړاو کې د حماس افراطي ډلې له خوا د ۱۷ خوشې شویو کسانو له ډلې ۱۳ یې د اسراییل وګړي دي چې تر خوشې کېدو وروسته نن یکشنبه اسراییل ته ورسېدل.

دوی تېره شپه خوشې شول چې په هغوی کې ۱۳ یې د اسراییل او څلور نور د ټایلنډ وګړي دي.

اسراییلي چارواکو تایید کړې چې د دوی په خوشې شویو وګړو کې شپږ ښځې او اووه ماشومان شامل دي.

حماس افراطي ډلې په لومړیو کې ویلي وو چې اووه بهرني وګړي یې هم خوشې کړي، خو قطري چارواکو وروسته دغه شمېر څلور یاد کړ، چې ویل کېږي د ټایلنډ وګړي دي.

د وفا په نوم د فلسطین خبري ویبسایټ راپور ورکړی چې د اسراییل له زندانونو هم شا و خوا ۳۹ فلسطینیان چې ښځې او ماشومان په کې شامل دي، خوشې شول.

د جرمني خبري اژانس ینیت (Ynet) په نوم د اسراییلي خبري ویبسایټ په حواله راپور ورکړی چې ټاکل شوې نن یکشنبه هم ۱۳ نور یرغمل شوي کسان د حماس افراطي ډلې له خوا خوشې شي.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.

د نن سهار په دې راپور کې داسراییلي چارواکو په وینا ویل شوي چې په دغو خوشې کېدونکو یرغمل شویو کسانو په ډله کې امریکايي وګړي هم شامل دي.

یو بل تازه خوشې شوی کس له خپلې کورنۍ سره
یو بل تازه خوشې شوی کس له خپلې کورنۍ سره

د دغو کسانو له خوشې کېدو داسې ښکاري، چې په غزې تړانګه کې د اوو اوونیو له جګړو وروسته نازک اوربند نافذ دی، خو بیا هم ځینې پېښې شوې دي.

نن د دغه څلور ورځني اوربند څلورمه ده.

د اسوشېټېډ پریس اژانس د راپور له مخې، د فلسطینیانو روغتیايي چارواکو نن یکشنبه ویلي چې اسراییلي ځواکونو په لوېدیځه غاړه کې د ۲۴ ساعتونو پر مهال لږ تر لږه ۸ فلسطینیان وژلي دي.

افراطي ډلې حماس د اکتوبر میاشت پر اوومه پر اسراییل په خپلې حملې سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او تر ۲۴۰ زیات نور کسان یې یرغمل کړل چې تر هغه وروسته اسراییل پر غزه هوايي او ځمکني عملیات پیل کړل.

د افراطي ډلې حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت ویلي، د اسراییل په حملو کې تر ۱۳زرو او ۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG