د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۸

مصر: غزه کې د موقت اوربند د غځیدو په اړه مو د ټولو لوریو اشارې ترلاسه کړي


د اوربند پر مهال د یرغمل شویو کسانو یوه سره یو ځای شوې کورنۍ
د اوربند پر مهال د یرغمل شویو کسانو یوه سره یو ځای شوې کورنۍ

په داسې حال کې چې په غزې تړانګه کې څلور ورځنی اوربند درېیمې ورځې ته رسېدلی، مصر اعلان کړی، له ټولو ښکېلو اړخونو یې د اوسني اوربند د غزېدو په باب اشارې ترلاسه کړي دي.

د مصر د استخباراتي ادارې (SIS) مشر دیعا رشوان پرون شنبه په یوه اعلامیه کې وویل چې قاهره د څلور ورځني اوربند د غزېدو لپاره له ټولو لوریو سره په پراخو مذاکرو بوخته ده.

د اعلامیې په حواله، په غزې تړانګه کې د اوربند دوام د نورو اسراییلي یرغمل شویو او فلسطیني اسیرانو د خوشې کېدو په معنی دی.

بلخوا د جرمني خبري اژانس لیکلي چې په غزې تړانګه کې د لنډمهاله اوربند د موافقې په چوکاټ کې د یرغمل شویو اسراییلیانو او فلسطیني اسیرانو د خوشې کېدو لپاره د قطر یو هیئت پرون شنبه اسراییل ته ورسېد.

دغه هیئت په غزې تړانګه کې پر اوسنۍ شخړې د څار لپاره د قطر د عملیاتي ډلې یوه برخه ده.

د جرمني خبري اژانس د یوه ډیپلومات په وینا چې خپل نوم یې نه دی اخیستی راپور ورکړی چې ویلي یې دي، دغه ډله باید ډاډ ترلاسه کړي چې په غزه کې نافذ شوی اوربند په کرارۍ دوام کوي.

غزې ته د بشري مرستو کاروانونه هم ور روان دي
غزې ته د بشري مرستو کاروانونه هم ور روان دي

قطر او مصر د غزې په جګړه کې د اسراییلي ځواکونو او د حماس افراطي ډلې ترمنځ د اوربند له مهمو منځګړو دي.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.

د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې، که څه هم قطر له اسراییل سره رسمي ډیپلوماتیکې اړیکې نه لري، خو له حماس افراطي ډلې سره نږدې او پراخې اړیکې لري.

که له یوې خوا مصر او قطر په غزې تړانګه کې د ټینګ شوي اوربند د څار هڅه کوي، د امریکا د متحدو ایالتونو یوه دفاعي چارواکي چې خپل نوم یې نه دی اخیستی پرون شنبه رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د هند په سمندر کې د اسرائیل د یوه شرکت پر کانټینري کښتۍ د (شاهد-۱۳۶) په نوم په ایران کې یوه جوړه شوې مشکوکه بې پېلوټه الوتکه لګېدلې، خو د کښتۍ بدنې ته یې جدي زیان نه دی اړولی.

افراطي ډلې حماس د اکتوبر میاشت پر اوومه پر اسراییل په حملې سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او تر ۲۴۰ زیات نور کسان یې یرغمل کړل چې تر هغه وروسته اسراییل پر غزه هوايي او ځمکني عملیات پیل کړل.

د افراطي ډلې حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت ویلي، د اسراییل په حملو کې تر ۱۳زرو او ۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي، خو ځینو نورو اژانسونو د وژل شویو شمېر تر ۱۴۰۰۰ زیات یاد کړی دی.

XS
SM
MD
LG