د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۰

غزه کې د اوربند او یرغمل شویو کسانو د تبادلې جزییات


د سره صیلب یو موټر چې د یرغمل شویو د تبادلې په حال کې دی
د سره صیلب یو موټر چې د یرغمل شویو د تبادلې په حال کې دی

د دوو جګپوړيو مصري چارواکو په وینا، حماس ډله به نن څوارلس اسراییلي برمته خوشې کړي او په ځواب کې به یې اسراییل دوه څلوېښت فلسطیني زندانیان ازاد کړي.

دغو چارواکو اسوشیتد پریس اژانس ته ویلي دي چې په دې برخه کې د خبرو اجازه نه لري خو دا اطلاعات یې ترلاسه کړې دي چې مصر او قطر اسراییل ته د هغو کسانو د نومونو لست سپارلی دی چې حماس ډلې دوی ته ورکړی دی.

د برمته وو او زندانیانو د تبادلې دا لړۍ پرون پیل شوه او حماس ډلې پرون څلرویشت برمته خوشې کړل، د دې په ځواب کې اسراییل نهه دېرش فلسطیني زندانیان له بنده ازاد کړل.

حماس سخت دریځې ډلې د اکتوبر په اوومه پر اسراییل حمله وکړه چې شاوخوا یو زر دوه سوه تنه یې ووژل او تر دوه سوه څلوېښت ډېر کسان یې برمته کړل.

تر دې پېښې وروسته اسرایل پر غزې پراخ بریدونه پیل کړل.

په غزه کې چې د حماس ډلې په لاس کې ده د روغتیا وزارت وایي، د اسراییل د بریدونو په ترڅ کې تر اوسه تر دیارلس زره او درې سوه تنه ډېر وژل شوي دي.

د حماس له لورې پرون د خوشې شویو برمته وو په ډله کې دیارلس اسراییلیان، لس تایلنډیان او یو تن د فلیپین و.

نن تر دې دمه دا معلومه نه ده چې حماس به بیا هم د نورو هیوادو اتباع خوشي کړي که نه.

حماس وسله والې ډلې ژمنه کړې ده چې د اوربند د څلورو ورځو په ترڅ کې به پنځوس برمته خوشې کوي.

بل لور ته اسراییل د یوسل او پنځوس فلسطیني زندانیانو د خوشې کولو ژمنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG