د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۲

اسراییل او حماس د اوربند پر تمدید موافقه وکړه


په غزه کې د وروستیو جګړو له کبله یوه ویجاړه شوې سیمه
په غزه کې د وروستیو جګړو له کبله یوه ویجاړه شوې سیمه

اسراییل او حماس ډلې پرون په وروستیو شېبو کې د بلې ورځې لپاره د اوربند پر تمدید موافقه وکړه.

د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ پرون ناوخته په وروستیو شېبو کې د بلې ورځې لپاره د اوربند پر غځولو موافقه وشوه.

د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د راپور له مخې، هدف د نورو یرغمل شویو او بندیانو خوشې کېدو ته د زمینې برابرول دي.

حماس ډلې چې د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه یې تروریستي سازمان ګڼي پرون پنجشنبه هم دوې اسراییلۍ ښځې خوشې کړې او د اسراییل پوځ تمه ښوولې چې نور یرغمل شوي کسان به هم خوشې شي.

حماس ډلې د اکټوبر پر اوومه پر اسراییل په حملې سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۴۰ نور کسان یرغمل کړل. له هغې وروسته اسرائیل پر غزې تړانګه هوايي او ځمکني عملیات وکړل.

له کله چې تېره جمعه پر لومړني اوربند موافقه وشوه، په ورځ کې لږ تر لږه لس اسراییلیان او د نورو هېوادونو وګړي خوشې شوي، په بدل کې هم د اسراییل له لوري لږ تر لږه ۳۰ فلسطیني بندیان خوشې شوې دي.

اسراییل وايي، ۱۲۵ کسان چې په هغو کې په لسګونو سرتېري هم شامل دي، لا هم د حماس ډلې په بند کې دي.

په غزه کې د اسراییل تر پوځي عملیاتو وروسته تر ممکنه حده د لنډمهاله اوربند د غځېدو لپاره نړیوال فشارونه په زیاتېدو دي.

د اسوشېټېډپرېس اژانس د راپور له مخې په غزه کې د وروستۍ جګړې له کبله په زرګونو فلسطینیان وژل شوي او د دې ښار د ۲ میلیونو او درې لکه اوسېدونکو له ډلې څه باندې درې پر څلورمه برخه یې له خپلو مېنو کډې کولو ته مجبوره شوي دي.

له دې سره په غزه کې یو بشري بحران رامنځته شوی دی.

اسراییل ویلي، کله چې اوربند پای ته ورسېږي، د حماس ډلې د شنډولو لپاره به بېرته جګړه پیلوي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن چې د جګړې له پیل وروسته یې سیمې ته د خپلو درېیو سفرونو پر مهال د اسراییل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو او نورو عالي رتبه چارواکو سره کتلي ویلي، هیله من دی چې اوربند ښايي وغځول شي او نورو یرغمل شوي کسان به خوشې شي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن په اسراییلو کې د دې هېواد له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره د خبري غوندې پر مهال
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن په اسراییلو کې د دې هېواد له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره د خبري غوندې پر مهال

قطر او مصر چې د اوربند په موافقه کې یې منځګړیتوب کړی هڅه کوي چې د دوو ورځو په مخه د اوربند پر غځېدو موافقه وشي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG