د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۳

د ملګرو ملتونو سرمنشي: غزه کې بشري ناورین دی، مرسته یې مه هېروئ


د وروستیو جګړو پر مهال د غزې د ویجاړیو یوه څنډه
د وروستیو جګړو پر مهال د غزې د ویجاړیو یوه څنډه

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش وایي، غزه کې د لنډمهالي اوربند پر مهال دوی جګړه ځپلو فلسطینیانو ته مرستې ورسولې، خو په خبره یې دا مرستې د خلکو اړتیاوو ته بسنه نه کوي.

ګوتیریش د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل چې د نړۍ د سترګو په وړاندې غزه له بشري ناورین سره مخامخ ده او په خبره یې نړۍ باید غزه هېره نه کړي.

ګوتیریش وایي، په غزه کې د اسراییل او حماس سخت دریځې ډلې ترمنځ چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، د لنډمهالې اوربند د تمدید هڅې ستایي، خو په خبره یې غزه کې " ریښتیني بشري اوربند " ته اړتیا ده.

د روغتیا نړیوال سازمان هم پر غزه کې پر بشري وضعیت اندیښنه ښودلې او ویلې یې دي، دغلته شاوخوا یو لک او یوولس زره کسان په ویروسي ناروغیو اخته دي چې له نیمایي ډېر یې تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي.

غزه کې د لومړنیو توکیو د بیو لوړوالی بله جدي ستونزه بلل شوې .

د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، د یوې پنځه ویشت کیلویي بوجۍ اوړو بیه چې پخوا نژدې درې ډالره وه، اوس ۶۸ ډالرو ته ختلې ده.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرونۍ غونډې ته چې مشري یې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې کوله، د عربي هېوادونو یوشمېر استازي هم وربلل شوي وو.

د فلسطین د بهرنیو چارو وزیر ریاض المالکي دغې غونډې ته وویل، په غزه کې د جګړې وقفه باید دایمي اوربند باندې بدله شي او په خبره یې دا اجازه نه شي ورکولای چې د خلکو وژنه له سره پيل شي.

د رویټرز اژانس په وینا، په ملګرو ملتونو کې د اسراییل سفیر ګیلاد اردان بیا د عربي هېوادونو مشران د حماس سخت دریځې ډلې په ملاتړ تورن کړي او نوموړي د امنیت شورا غونډې ته په وینا کې پر حماس تور ولګاوه چې د اسراییل د له منځه وړلو نیت لري.

اردان زیاته کړې، حماس یو ترهګریز سازمان دی او په وینا یې د سولې لپاره د باور وړ لوری نه دی.

ګڼو هېوادونو په غزه کې د پای ته رسېدلي اوربند پر دوام ټینګار کړی
ګڼو هېوادونو په غزه کې د پای ته رسېدلي اوربند پر دوام ټینګار کړی

بل لور ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د اسراییلو او حماس ترمنځ د جګړې له پيل راهیسې د دریم ځل لپاره د منځني ختیځ د سفر چمتوالی ښودلی.

بلینکن د چهارشنبې په ورځ په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په څنډه کې خبریالانو ته وویل، دوی به راتلونکو څو ورځو کې په جګړه کې د وقفې پر غځولو او د نورو برمته شویو اسراییلیانو او بندي فلسطینیانو پر تبادلې تمرکز وکړي.

بلینکن ویلي، د امریکا دولت په دې باور دی که اسراییل په خپل اعلان شوي هدف، یعنې د حماس په له منځه وړلو کې بریالی شی، د غزې د راتلونکې حکومتولۍ پر سر بحث هم اړین دی.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس په وینا، اسراییل او عربي هېوادونه بیا د غزې د راتلونکې حکومتولۍ په اړه بحثونو ته لېوالتیا نه لري او په وینا یې اسراییل پر جګړې او بر عکس عربي هېوادونه د جګړې پر سملاسي درېدو ټینګار کوي.

حماس سخت دریځې ډلې د تېرې اکتوبر میاشتې په ۷مه نیټه پر اسراییلو په برید سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې ۲۴۰ تنه له ځان سره غزې ته برمته کړل.

اسراییلو په ځواب کې پر غزې تړانګې هوایي او ځمکني بریدونه پيل کړل او د غزې د عامې روغتیا وزارت چې د حماس تر کنټرول لاندې ده، په وینا شاوخوا ۱۵ زره کسان په کې ووژل شول.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG