د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

غزه کې د اسراییلي ځواکونو د بریدونو زیاتوالی او د لبنان څنډو ته د جګړې پراختیا


یو اسراییلی سرتېری په غزه کې
یو اسراییلی سرتېری په غزه کې

پر غزې نن د دویمې ورځې په مخه د اسراییل سخته بمباري روانه ده.

د څه باندې یوې اونۍ تر اوربند ماتیدو وروسته حماس ډله چې د امریکا متحد ایالتونه او اروپایي ټولنه یې د ترهګرې ډلې په توګه پیژني، اسراییل د اوربند په ماتیدو ملامتوي او اسراییل حماس پړ ګڼي.

د اسراییل د نن سهار ډیر بریدونه په خان یونس سیمه کې چې د غزې په جنوب کې ده، متمرکزه دي.

اسراییل وایي چې په دې سیمه کې دوی د حماس پنځوس وسله وال په نښه کړې دي او پر هغوی د هوا، مځکې او سمندر له خوا ډزې کوي.

اسراییلي ځواکونو په دې سیمه کې یوه ورځ مخکې د هوا له لارې پاڼې وغورځولې او په هغو کې یې د سیمې اوسیدونکو ته خبرداری ورکړ چې د جمعې ورځې تر ناوخته پورې دې دا سیمه پرېږدي.

د ملګرو ملتونو په وینا، داسې راپورونه نه دي خپاره شوي چې له دې سیمې دې ډېر خلک وتلي وي.

په غزه کې د حماس ډلې روغتیا وزارت ویلي چې له پرون راهیسې د بریدونو په ترڅ کې تر دوه سوه ډېر کسان وژل شوي دي.

یوه جګړه ځپلې فلسطینۍ مېرمنه
یوه جګړه ځپلې فلسطینۍ مېرمنه

رویټرز اژانس خبر ورکوي چې بل لور ته نن د اسراییل-لبنان پر کرښه د اسراییلي ځواکونو او حزب الله وسله والو ترمنځ ډزې تبادله شوې دي.

حزب الله چې ایران یې ملاتړ کوي په یوه بیان کې ویلي دي چې یو تن یې وژل شوی دی، خو په دې اړه یې نور څه نه دې ویلي چې کله او چېرته.

د لبنان د دولتي اژانس د راپور له مخې، د جمعې په ورځ په جنوبي لبنان کې درې تنه د اسراییلي ځواکونو د ډزو پرمهال وژل شوي دي.

حزب الله ویلي دي چې په دې درېیو کې دوه تنه د دوی کسان دي.

حزب الله دا هم ویلي دي چې د اسراییلي ځواکونو په مرکزونو یې د توغندیو ډزې کړې دي.

اسراییلي پوځیان وایي چې د هاوان دوې مرمۍ د لبنان له لورې د شومیرا په سیمه کې په یوه تش ځای کې لګیدلي دي چې د دې په ځواب کې یې د لبنان په جنوبي برخو ډزې کړې دي.

XS
SM
MD
LG