د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۴

د یرغمل شویو کسانو د موندلو هڅې؛ د بریتانیا پوځ پر غزې د څار الوتنې ترسره کوي


په غزه کې د روانې جګړې یو انځور
په غزه کې د روانې جګړې یو انځور

د بریتانیا پوځ ویلي، د حماس له‌خوا د یرغمل شویو خلکو د ځای د موندلو لپاره پر غزې د څار الوتنې ترسره کوي.

د بریتانیا د دفاع وزارت تایید کړه چې د انګلستان پوځ به د غزې په اوږدو کې د څارنې الوتنې ترسره کړي ترڅو د حماس له‌خوا د یرغمل شویو کسانو په موندلو کې مرسته وکړي.

حماس چې د امریکا متحده ایالتونو او اروپايي ټولنې له‌خوا د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژندل کېږي د اکټوبر په اوومه په اسراییل په برید سره ۲۴۰ کسان یرغمل کړل.

له دې ډلې ۱۱۰ کسان د شاوخوا یو اوونیز اوربند پر مهال خوشې شول خو نور لا هم یرغمل پاتې دي.

له درېیو ورځو راهیسې چې جګړه بیا پیل شوې د ۱۳۰ نورو یرغمل شویو کسانو د خلاصون لپاره هیلې مړاوې شوي.

بریتانیا ویلي، لږ تر لږه ۱۲ بریټانویان د اکټوبر په ۷ پر اسراییل د حماس د برید په پایله کې ووژل شول او ۵ تنه نور لادرکه دي.

اخوا پر غزې تړانګې د اسراییل د بریدونو له بیا پیل سره چې درې ورځې پرې تېرې شوي د غزې روغتونونه له سختو ټپيانو ډک شوي.

سلګونه کسان په تېرو دریو ورځو کې د راپورونو له مخې مړه او ټپيان شوي.

په غزه کې د الاهلي عرب/باپتیست روغتون مشر ډاکترفادل نریم اسوشېټېډ پرېس اژانس ته وویل: "په حقیقت کې د اوربند له پای ته رسېدو او د بریدونو له بیا پیل راهیسې موږ په تېرو دریو ورځو کې د نن په شمول ګڼ ټپیان او په سلګونو شهیدان ترلاسه کړل. دا ځل ټپونه د اوربند د پخوا په پرتله خورا سخت دي. ټپونه پیچلي او خلاص دي چې بېړنۍ مداخلې او عملیاتو ته اړتیا لري. موږ ته د سر او ګېډې له ناحیې ګڼ ټپیان رارسېدلي او ټول یې ژوند ژغورونکو عملیاتو ته اړتیا لري."

اخوا اسراییل خپل بریدونه د غزې جنوب نیمې برخې ته پراخ کړي چېرته چې ادعا کوي د حماس وسله‌والې ډلې مشران پټ دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر وايي، د ملکي وګړو کړاو د زغملو وړ نه دی.

د بل لنډمهاله اوربند لپاره هیلې وروسته له هغې ختمې شوې چې اسراییل خپل مذاکره کوونکي کور ته وبلل.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG