د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۰

غزه کې د حماس خلاف نوي عملیات؛ اسراییل نور ځواکونه او پوځي تجهیزات واستول


په غزه کې یو شمېر اسراییلي ټانکونه
په غزه کې یو شمېر اسراییلي ټانکونه

د اسراییل پوځ د حماس او نورو توندلارو ډلو پرضد د تهاجمي عملیاتو په ترڅ کې د غزې د تړانګې جنوب ته لسګونه ټانکونه ولېږل.

اسراییل دا اقدام په داسې حال کې کوي چې په غزه کې د ملکي تلفاتو له کبله اندېښنې په زیاتېدو دي.

دا عملیات څو اوونۍ وروسته له هغه ترسره کېږي چې اسراییلي ځواکونو د غزې د تړانګې په شمالي برخه کې پوځي عملیات وکړل.

پرون اسراییلي پوځیانو د غزې د جنوب په ځینو برخو کې له الوتکو څخه خبرپاڼې خپرې کړې چې په هغو کې یې خلکو ته له خپلو سیمو د وتو خبرداری ورکړی و.

عیني شاهدانو فرانسپرس خبري آژانس ته ویلي چې پرون یې د غزې جنوبي ښار خان یونس ته نژدې اسراییلي ټانکونه، زغرګاډي او بولدوزرونه لیدلي دي.

دا له کورنیو بېځایه شویو ډکه ده.

اسراییلي پوځ ویلي دي چې په خان یونس کې به د حماس او نورو تروریستي ډلو پرضد تهاجمي عملیات وکړي.

اسراییل په وروستیو ورځو کې بیا غزه ډېره بمبار کړه
اسراییل په وروستیو ورځو کې بیا غزه ډېره بمبار کړه

اسراییلي پوځي چارواکو خبرداری ورکړی چې په خان یونس کې د دوی پرمختګ په دې معنا دی چې عام خلک نور نو د دې ښار په شمال او ختیځ کې د صلاح الدین پر لویه لاره تګ راتګ نه شي کولای، ځکه دا لاره د جګړې جبهه بلل کېږي.

اسراییلو ژمنه کړې چې پر خپل قلمرو د حماس ډلې د اکتوبر د اوومې د برید په غبرګون کې به دا ډله له منځه وړي.

په دې حمله کې د اسراییلي چارواکو په وینا ۱۲۰۰ کسان چې ډېری ملکي وګړي وو، ووژل شول او حماس ډلې شاوخوا ۲۴۰ تنه نور یرغمل ونیول.

د هغه موقت اوربند په نتیجه کې چې اعتبار یې د جمعې په ورځ پای ته ورسېد، حماس اتیا تنه یرغمل خوشې کړل او په بدل کې یې اسراییلو ۲۴۰ فلسطینیان له خپلو زندانونو څخه آزاد کړل.

د غزې د روغتیا وزارت چې د حماس ډلې په لاس کې دی، وايي چې د فلسطینیانو په قلمرو کې د اسراییلو په حملو کې نژدې ۱۵۹۰۰ کسان چې په سلو کې اویا یې ښځې او ماشومان دي وژل شوي دي.

دې تلفاتو په ټوله نړۍ کې اندېښنې او د خلکو پراخ اعتراضونه پارولي دي.

همداراز د اسراییل پوځ پرون اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې نېټې څخه یې یو باندې څلور سوه سرتېري وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG