د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۵

د اسراییلو پوځ د غزې په جنوب کې له ځمکې او هوا پوځي عملیاتو ته زور ورکړی


غزه کې د اسراییلو د پوځیانو د عملیاتو یو انځور
غزه کې د اسراییلو د پوځیانو د عملیاتو یو انځور

د اسراییلو پوځ نن د غزې د تړانګې په جنوبي برخه کې له ځمکې او هوا څخه پوځي عملیاتو ته زور ورکړ.

د راپورونو له مخې اسراییلو په نننیو عملیاتو کې لسګونه فلسطینیان مړه او ټپیان کړي او دا په داسې حال کې ده چې امریکا او ملګروملتونو په وار وار ترې غوښتي چې د ملکي وګړو خوندیتوب ته پام وکړي.

اسراییل ژمنه کړې چې حملې به یې د حماس د سختدریځې ډلې تر ځپلو پورې روانې وي.

امریکا او اروپايي ټولنه حماس د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني.

رویټرز خبري آژانس د سیمې د اوسېدونکو او په سیمه کې د خبریالانو له قوله په راپور کې وايي، په دې هوايي حملو کې د غزې د جنوب هغه ګڼ مېشتې سیمې هم په نښه کېږي چې اسراییلو یې خلکو ته له خپلو کورونو د وتلو امر کړی.

امریکايي چارواکو په غزه کې د اسراییل او حماس د سختدریځې ډلې ترمنځ د اوربند له پای ته رسېدو وروسته د زیاتېدونکو تلفاتو او په دې اړه چې آیا له اسراییلو تمه لري چې پر هغو سیمو دې حملې نه کوي چې د خوندي سیمو په توګه په ګوته شوي په ځواب کې ویلي چې دا خبرې له وخته مخکې دي.

بل خوا د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش وايي، اسراییل باید له نورو داسې اقداماتو ډډه وکړي چې په غزه کې بشري وضعیت چې پخوا لا ترینګلی و، نور هم خراب کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش

د ملګرو ملتونږ ویاند ستیفان دوجاریک پرون وویل چې ګوټېرېش د حماس د سختدریځې ډلې او اسراییلو ترمنځ د جګړو د بیاپیلېدو له کبله خورا زیات اندېښمن دی.

ګوټېرېش ویلي، هغه خلک چې اسراییلو هغو ته له خپلو کورونو د وتلو ویلي د تلو لپاره خوندي ځای او د بقا لپاره هېڅ نه لري.

اسراییلو د غزې د تړانګې شمالي برخه په نومبر میاشت کې ونیوله او وروسته له دې چې د جمعې په ورځ د یوې اوونۍ په مخه نافذ اوربند پای ته ورسېده، په پاتې جنوبي برخه کې یې عملیاتو ته زور ورکړ.

د حماس د متحدې، د اسلامي جهاد د افراطي ډلې پوځي څانګې ویلي چې جنګیالیو یې د غزې د جنوب د لوی ښار خان یونس په شمال او ختیځ کې له اسراییلي ځواکونو سره سختې نښتې کړې دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، اسراییلي ټانکونه غزې ته له سرحد څخه ورننوتي او د شمال او جنوب ترمنځ لویه لاره یې بنده کړې.

د اسراییل پوځ تایید کړې ده چې له خان یونس څخه شمال ته لویه لاره د جګړې ډګر دی او ځکه دوی بنده کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG