د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۹

ملګري ملتونه: ښايي په اسراییل کې د 'کریم شالوم' دروازه ډېر ژر بېرته پرانیستل شي


د کریم شالوم دروازې یوه څنډه
د کریم شالوم دروازې یوه څنډه

د ملګرو ملتونو یو چارواکی وايي، داسې هیله بخښونکې نښې شته چې په اسراییل کې کریم شالوم دروازه ډېر ژر بېرته پرانیستل شي.

په غزې تړانګه کې د ناوړه بشري وضعیت په باب د ملګرو ملتونو د بنسټونو د اندېښنو په دوام، د ملګرو ملتونه یوه چارواکي د هیله بخښونکو نښو په باب خبرې کړي چې په وینا یې څرګندوي، په اسراییل کې ښايي کریم شالوم دروازه ډېر ژر بېرته پرانیستل شي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو او د بشري مرستو همغږي کوونکي مارټین ګریفیټس پرون پنجشنبه په ژنیف کې خبریالانو ته وویل، د دې دروازې پرانیستل، غزې تړانګې ته د نورو بشري مرستو رسېدو ته زمینه برابروي.

بلخوا د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې، په داسې حال کې چې اسراییل غزې تړانګې ته نورو بشري مرستو ته د اجازې ورکولو په برخه کې له زیاتېدونکي فشار سره مخامخ دی، د اسراییل حکومت په پام کې لري، چې د کریم شالوم له دروازې د ارزونې او تالاشۍ لپاره کار واخلي.

ټایمز اف اسراییل ورځپاڼې د یوه جګپوړي چارواکي په وینا، چې نوم یې نه دی اخیستل شوی راپور ورکړی چې اسراییلي چارواکي به د اوسنۍ جګړې تر پیل وروسته د لومړي وار لپاره، د دغې دروازې له اساسي بنسټونو کار واخلي.

دغې ورځپاڼې راپور ورکړی، چې پر دې دروازه به په مرستو بار لویې لارۍ وکتل شي، خو دغو وسایطو ته به اسرائیل ته د داخلېدو اجازه نه ورکول کېږي.

دغه لارۍ به تر ارزونې او تالاشۍ وروسته د رفح بندر له لارې غزې تړانګې ته داخلېږي.

اسراییل اندېښنه لري چې د دغو لاریو له لارې ښايي غزې تړانګې ته وسلې او مهمات ولېږدول شي، نو ځکه یې تالاشي کوي.

په همدې حال کې د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د اسراییل د سټراتیژیکو چارو له وزیر ران دیرمیر سره خبرې کړې دي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

رویټرز خبري اژانس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوه چارواکي په حواله راپور ورکړی، چې بلېنکن ویلي، اسراییل باید د غزې په جنوب کې د خپلو عملیاتو پر مهال د ملکیانو د خوندیتوب لپاره لا ډېرې هڅې وکړي.

د راپور له مخې بلېنکن غوښتنه کړې څو اسراییل غزې ته د نورو بشري مرستو لېږدولو ته اجازه ورکړي او دغې ګڼ مېشتې سیمې ته یې د نورو سون توکو لېږد ته د اجازې ورکولو لپاره یې د اسرائیل د پرېکړې هرکلی کړی دی.

اسراییل د لنډمهاله اوربند د مودې له پوره کېدو سره په غزه کې د افراطي ډلې حماس په وړاندې خپلې حملې بیا له سره پیل کړې.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس افراطي ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.

د اوربند پر مهال چې ۷ ورځې یې دوام وکړي حماس ډلې د فلسطیني بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې، ځینې یرغمل شوي کسان خوشې کړل.

حماس ډلې د اکټوبر میاشتې پر اوومه پر اسراییل په حملې سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۴۰ کسان یرغمل کړل.

د حماس تر دغه اقدام وروسته اسراییل پر غزه هوايي او ځمکني پوځي عملیات پیل کړل.

د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت پرون ویلي چې د اکټوبر میاشتې له اوومې د اسراییل په حملو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۱۷زره ۲۰۰ ته رسېدلی، خو مشخصه شوې نه ده چې په دې منځ کې څو کسان ملکیان او څو نور د حماس ډلې اړوند کسان دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG