د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۵

روغتیا نړیوال سازمان: روغتیایي ناورین غزه ګواښي


د غزې له تاره تصویرونو
د غزې له تاره تصویرونو

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د غزې په تړانګه کې د روغتیا په برخه کې یو بحران راروان دی.

WHO نن وویل دا بحران په ګڼ شمېر د خلکو د بېځایه کېدلو، له حده زیاتې ګڼې ګوڼې او د اوبو رسولو او د فاضلابونو د شبکو د ویجاړېدلو له کبله رامنځ ته شوی دی.

د WHOویاندې کریستین لیندمایر د هغو ملکي وګړو د وژل کېدو خبرداری هم ورکړ چې د اسراییلو له بمباریو پرته په نورو دلایلو مړه کېږي.

مېرمن لیند-مایر د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د اسراییل له هوايي حملو پرته خلک په نورو دلایلو هم مري کنه په ځواب کې وویل چې هو، خلک په رښتیا مري.

بل خوا په غزه کې روغتیايي چارواکو ویلي چې له دریو اونیو راهیسې د اسراییل په هوايي حملو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۸۳۰۰ کسانو ته رسېدلی.

د حماس او اسراییلو ترمنځ جګړه د اکتوبر په اوومه هغه مهال پیل شوه چې د حماس وسله والو د اسراییلو پر جنوبي سیمو برید وکړ، ۱۴۰۰ کسان یې ووژل او له ۲۰۰ زیات نور یې برمته کړل. د اسراییلو پوځ تېره اونۍ په غزه کې پوځي عملیات پیل کړل.

په عین حال کې د ماشومانو لپاره د ملګروملتو د مرستې د صندوق- یونیسف ویاند جیمس ایلډر خبرداری ورکړی چې په غزه کې اوبو ته د خلکو د لاسرسي کچه ۵ سلنې ته راټیټه شوې. ښاغلي ایلډر د اوبو د کمښت له کبله د نویو زېږېدلو ماشومانو د احتمالي مړینې په اړه هم خبرداری ورکړ.

نوموړي زیاته کړه چې ماشومان د مالګینو اوبو د څښلو له کبله ناروغه کېږي. د ایلډر په وینا په غزه کې ۹۴۰ تنه ماشومان تري تم شوي او ګومان کېږي چې ځینې به د ویجاړو کنډوالو لاندې پاتې وي. ښاغلي ایلډر د اوبو د کمښت له کبله د ماشومانو مړینه هغه ستونزه وبلله چې په زیاتېدو ده.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې نن اعلان وکړ چې د نامعلومو دلایلو له کبله د غزې جنوب ته د اوبو د رسولو پلان ځنډېدلی دی.

XS
SM
MD
LG