د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

د غزې جګړه کې د وقفې غوښتنې؛ د کډوالو پر یوه کمپ د اسراییلو برید کې ۳۸ کسان وژل شوي


پر غزې د اسراییلو د بریدونو یوه څنډه
پر غزې د اسراییلو د بریدونو یوه څنډه

د کډوالو پر یوه کمپ د اسرییل په تازه حمله کې د ۳۸ کسانو د مړینې خبر داسې وخت ورکول کېږي، چې له اسراییل غوښتل شوي، چې په جګړه کې وقفه راولي.

د امریکا متحدو ایالتونو هم اړو ملکیانو ته د مرستو رسېدو لپاره په جګړه کې د وقفې غوښتنې کړې دي.

د فلسطیني ادارې د مشر ویاند ویلي، محمود عباس د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلېنکن سره په کتنه کې د فوري اوربند غوښتنه کړې، چې غزې تړانګې ته د بشري مرستو لېږد ته زمینه برابره شي.

بلېنکن نن په ناڅاپي سفر اشغال شوې سیمې لوېدیځې غاړې ته لاړ، هلته یې له محمود عباس سره د غزې پر وضعیت خبرې وکړې.

د اسوشېټېډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې، په غزه کې د مرګ ژوبلې زیاتېدو په نړیواله سطحه غوسه پارولې دي او له واشنګټن نیولې تر برلین پورې په لسګونو زره کسان پرون شنبه په اعتراض لارو سړکونو ته راووتل او د فوري اوربند غوښتنه یې وکړه.

جرمني کې لاریون، غزه کې د اوربند غوښتنه شوې
جرمني کې لاریون، غزه کې د اوربند غوښتنه شوې

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیرې کاترین کولونا نن یکشنبه ویلي، چې پر غزه د اسراییل په هوايي حملو کې خورا زیات ملکیان وژل شوي دي.

هغې د قطر له صدراعظم او د بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحمن الثاني سره په یوه ګډ کنفرانس کې وویل ښوونځي، روغتونونه، بشري کارکوونکي او خبریالان باید خوندي وي.

خو اسراییل وايي، په خپلو حملو کې یې حماس ډله په نښه کړې، چې له خلکو د بشري سپر په توګه کار اخلي.

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو او د هغه دفاع وزیر نن یکشنبه هغه څرګندونې رد کړې، چې ګواکې ښايي پر غزه اټومي بمب وکارول شي.

تر دې مخکې د اسراییل د میراث وزیر امیچای الیاهو ویلي وو، پر غزه د اټومي بمب کارول هم له احتمالاتو دی.

نتنیاهو په خپله اېکس شبکه کې لیکلي، د وزیر الیاهو بیانونه پر واقعیت بنا نه دي او د اسراییل دفاعي ځواکونه د نړیوال قانون له لوړو معیارونو سره سم خپل پوځي عملیات پرمخ بیايي.

د غزې یو شمېر جګړه ځپلی
د غزې یو شمېر جګړه ځپلی

په همدې حال کې د فلسطین د سرې میاشتې ټولنه وايي، ۳۰ نورې لارۍ هم چې د خوړو، اوبو او درملو په ګډون بشري مرستې په کې بار وې تېر ماښام غزې تړانګې ته ورسېدې.

د دې ادارې په وینا، د اکتوبر له ۲۱مې د هغو لاریو شمېر چې له مصر څخه د رفح سرحد له لارې غزې ته تللي، ۴۵۱ ته ورسېد.

وروسته له هغې چې حماس ډلې د اکتوبر پر اوومه پر اسراییل په برید سره ۱۴۰۰ کسان ووژل او شا و خوا ۲۴۰ کسان یرغمل کړل، له هغې راهیسې پر غزه د اسراییل هوايي او ځمکني عملیات روان دي.

په غزه کې روغتیا وزارت ویلي د نږدې یوې میاشتې جګړې په نتیجه کې څه باندې ۹۴۰۰ فلسطینیان وژل شوي او دا شمېر ښايي د جګړو د دوام له کبله لا زیات شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG