د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۱

د اوربند د ټینګېدو د هڅو سره سره اسراییلي ځواکونه د غزې په لور خوځېدلي


غې ته څېرمه اسراییلي ځواکونه د ډزو پر مهال
غې ته څېرمه اسراییلي ځواکونه د ډزو پر مهال

په داسې حال کې چې امريکا او عربي هېوادونو د غزې تړانګې د محاصرې د کمولو او د ملکيانو د مرستې لپاره د لنډمهالي اوربند ډيپلوماتيکې هڅې ګړندۍ کړې، بلخوا د اسرایيلو ځمکني ځواکونه نن پنجشنبه د نومبر ٢مه د غزې ښار پر لور خوځېدلي دي.

یوه ورځ وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر جوبایډن ملکیانو ته د لاسرسي په پار د بشردوستانه اوربند غوښتنه وکړه، اسراییلي ځمکني ځواکونه نن پنجشنبه د نومبر په ۲مه د غزې ښار پر لور خوځېدلي دي.

د سپینې ماڼۍ چارواکو ویلي، د جګړې درېدل به د لا زیاتو مرستو رسولو ته لاره خلاصه کړي او د بندیانو خوشې کولو برخه کې به اسانتیاوې برابرې کړي.

د اسوشېټېډپرېس د راپور له مخې د امریکا متحدو ایالتونو په ګډون عربي هېوادونو چې له اسراییلو سره په سوله کې دي، په روانه جګړه خپه دي.

اردن له اسراییلو څخه خپل سفیر ورغوښتی او د اسراییلو سفیر ته یې ویلي، تر هغو به خپل استازی بېرته اسراییلو ته ونه لېږي تر څو دغه هېواد د جګړې او انساني ناورین مخه نه وي نیولې.

د اسوشېټېډپرېس د راپور له مخې، په تېره ۲۵ ورځنۍ جګړه کې تر ۳۶۰۰ ډېر فلسطیني ماشومان وژل شوي او د بمباریو په پایله کې له غزې تراړې د ۲،۳ میلیونه وګړو نه یې تر نیمايي ډېر بې کوره شوي دي.

په داسې حال کې چې هلته پاتې خلک هم خوراکي توکو ته لاسرسی نه لري او د اوبو تر څنګ پرې سون توکي هم قطع شوي دي.

د اسوشېټیېډ پرېس په وینا، اسراییلي ځواکونو د غزې لویه برخه ودانۍ ویجاړې کړي او یو لوی شمېر نظامیان یې د اوونۍ په پای کې غزې تراړې ته د درېیو اوونیو له سختو هوایي بریدونو وروسته ورننوتي.

د امریکا متحدو ایالتونو له اسراییلو سره د بې پرې ملاتړ ژمنه کړې چې رژیم یې په غزې تړانګه کې د حماس د واکمنۍ د ختمولو او د دې ډلې د پوځي توان د له منځه وړلو په لټه کې دی.

د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د راپور له مخې د غزې د روغتیا وزارت چې د حماس تر کنټرول لاندې دی، د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، په دې جګړه کې تر ۸۸۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي چې ډېری قربانیان یې ښځې او تنکي ځوانان دي.

همداراز په جګړه کې تر اوسه ۲۲ زره کسان ټپیان دي چې دا شمېرې د اسراییلو او فلسطین ترمنځ د لسیزو په تاوتریخوالي کې بې سارې دي.

د اسراییلو لوري ته هم تر ۱۴۰۰ ډېر کسان وژل شوي چې ډېری یې ولسي وګړي دي او دا هم تر ټولو لوړه شمېره ده.

په غزه کې د اسراییلو د ځمکنیو عملیاتو له پیل راهیسې ۱۶ اسراییلي پوځیان وژل شوي دي.

په غزه کې پنځمه او تر ټولو خونړۍ جګړه هغه مهال پیل شوه چې حماس د اکټوبر په اوومه پر اسراییلو خپل خونړي بریدونه پیل کړل چې سلګونه نارینه، ښځې او ماشومان یې ووژل او شاوخوا ۲۴۰ یې یرغمل کړل.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG