د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۲

نړۍ

د روغتیا نړیوال سازمان: په غزه کې یوه پراخه روغتیايي غمیزه پېښېدونکې ده

 د اسراییلو په بمباریو کې د غزې یوه ویجاړه شوې سیمه. October 31, 2023
د اسراییلو په بمباریو کې د غزې یوه ویجاړه شوې سیمه. October 31, 2023

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د زیاتې ګڼه ګوڼې، پراخې بې‌ځایه کېدو او د اوبو او بدرفتونو د بنسټونو ورانېدو له کبله په غزه کې یوه پراخه روغتیايي غمیزه پېښېدونکې ده.

د دغه سازمان ویاند کریسټین لینډمایر پرون په غزه کې د ملکیانو د مړینې د خطر د پراخېدو په باب هم خبرداری ورکړ چې په مستقیم ډول د اسراییل له بمباریو سره ارتباط لري.

د رویټرز اژانس د راپور له مخې، د حماس تر ولکې لاندې غزه کې روغتیايي چارواکو ویلي چې پر دې سیمه د اسراییل د حملو له پیل سره څه باندې ۸۳۰۰ فلسطینیان وژل شوي دي.

پر غزه د اسراییل حملې وروسته له هغې پیل شوې چې لومړی د اکټوبر میاشتې پر اوومه حماس ډلې پراخه حمله وکړه.

د حماس په هغه حمله کې ۱۴۰۰ اسراییلیان ووژل شول او تر ۲۰۰ زیات نور یرغمل شول.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د سږ کال په دوهمه ربع کې د امریکا اقتصادي وده چټکه وه

ارشیف: امریکايي ډالر
ارشیف: امریکايي ډالر

د سږ کال په دوهمه ربع کې د امریکا اقتصادي وده د وړاندوینو په پرتله چټکه وه.

په ورته وخت کې، د انفلاسیون کچه هم یو څه کمه شوې او په پایله کې یې تمه کېږي چې د دغه هېواد مرکزي بانک به د سپټمبر په میاشت کې د بانکونو د سود کچه راټیټه کړي.

د امريکا د سوداګرۍ وزارت د اقتصادي تحليل د دفتر د شمېرو له مخې، چې د جولای په ۲۵مه نېټه یې خپرې کړې، د روان کال په دوهمه ربع کې ناخالص ملي توليد د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٢،٨ سلنه زيات شوی دی.

د دې کال په پیل کې، اقتصادي کارپوهانو وړاندوینه کړې وه چې په دې موده کې به د ناحالص کورني تولید وده د یو او ۳.۴ سلنې ترمنځ وي.

د روان کال په لومړۍ ربع کې د امریکا د اقتصادي ودې کچه ۱.۴ سلنه وه.

د امریکا د مرکزي بانک د معیارونو له مخې، د اقتصادي ودې کچه شاوخوا ۱.۸ فیصده انفلاسیون نه ګڼل کېږي.

د انفلاسیون د مخنیوي په هدف په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کې د بانکي سود له پرله پسې زیاتوالي سره سره، د متحدو ایالتونو اقتصادي وده د ورته اقتصادونو پرتله لوړه ده. یو له مهمو فکتورونو څخه د کار ثبات او د نويو کاري فرصتونو دوامداره رامنځته کېدل په ګوته شوي دي.

سره له دې چې د بې کارۍ کچه اوس په تېرو دوه نیمو کلونو کې تر ټولو لوړې شمېرې ته رسېدلې ده، اوس هم شاوخوا څلور سلنه ده.

د شمالي کوریا یو وګړی د یو شمېر امریکايي ادارو د هک کولو لپاره په دسیسې تورن شو

د شمالي کوریا بیرغ
د شمالي کوریا بیرغ

د شمالي کوریا د پوځي استخباراتو یو کارکوونکی د متحدو ایالتونو د روغتونونو، ناسا او نظامي اډو د هک کولو لپاره په دسیسې تورن شو.

د امریکا حکومت د هغه د څرک لګولو لپاره د لس میلیون ډالرو جایزې وړاندیز کړی او ویلي چې دغه کس د ناسا تر ۱۷ ګیګابایټه ډېرو معلوماتو د غلا کولو هڅه کړې ده.

په ورته وخت کې د امریکا، جنوبي کوریا او بریتانیا ګډې مشورتي ډلې اعلان وکړ چې د شمالي کوریا له استخباراتي ادارې سره تړلي هکرانو د هند او جاپان په ګډون په درېیو هېوادونو کې پر روغتیايي، پوځي او صنعتي ادارو بریدونه کړي دي.

د امریکا حکومت ته مطلوب کس د (ریم جونګ هاوک) په نوم پیژندل شوی چې په پیونګ یانګ کې د شمالي کوریا د پوځي استخباراتو لپاره په کار کولو تورن دی.

د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر په ټول ایالت کې پوځي عملیاتو ته اجازه نه ورکوي

د خیبرپښتونخوا ایالت اعلی وزیر امین ګنډاپور
د خیبرپښتونخوا ایالت اعلی وزیر امین ګنډاپور

د خیبرپښتونخوا ایالت اعلی وزیر امین ګنډاپور پرون جمعه په بنو کې د امن پرلتوالو ته وویل چې په ټول ایالت کې به هېڅ ډول پوځي عملیاتو ته اجازه ورنه کړي.

د خیبرپښتونخوا اکثرو سیاستوالو او ګوندونو د پوځي عملیاتو له پیلېدو سره مخالفت کړی دی.

د پاکستان مرکزي حکومت او پوځ ویلي چې د "عزم استحکام" په نوم به پراخ پوځي عملیات پیل کړي.

ګنډاپور د بنو پرلتوالو ته په وینا کې وویل چې د امنیتي ځواکونو له‌خوا به په پښتونخوا کې د خلکو پر کورونو د چاپو او په لړ کې یې د عامو بې ګناه خلکو نیونې ودرول شي.

ده همداراز وویل چې نورو وسله‌والو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي او یوازې پولیس پرېږدي چې د خلکو امنیت وساتي.

پاريس کې د المپيک د لوبو په درشل کې د فرانسې د ريل‌ګاډي شبکه ګډوډه شوې

فرانسه کې ريل‌ګاډی
فرانسه کې ريل‌ګاډی

په پاریس کې د المپیک لوبو د پرانیستلو په درشل کې د فرانسې د ریل‌ګاډي شبکه د چارواکو په وینا قصدا ګډوډه شوې ده.

د فرانسې د ریل دولتي شرکت نن وویل، د چټ ریل شبکه د فرانسې په شمال او جنوب کې تخریب شوې ده او هلته اور اچول شوی دی.

ټاکل شوې ده چې نن د پاریس د المپیک لوبې د نړۍ د شاوخوا لس زره پنځه سوه لوبغاړو په ګډون پیل شي.
د دې لوبو لپاره د فرانسې امنیتي ځواکونو سخت تدابیر نیولې دي.

د امریکا د ولسمشر مرستیالې د ښوونکو تر ټولو سترې ټولنې ته وینا کړې

د امریکا د ولسمشر مرستیاله کاملا هاریس
د امریکا د ولسمشر مرستیاله کاملا هاریس

د امریکا د ولسمشر مرستیالې ۵۹ کلنې کاملا هاریس د ولسمشرۍ لپاره د خپل انتخاباتي کمپاین په پيل کې پرون د امریکا د ښوونکو تر ټولو سترې ټولنې ته وینا وکړه.

په هوسټن کې د امریکا د ښوونکو د فدراسیون شاوخوا درې زره پنځه سوه ډلې ته د وینا پر مهال اغلې هاریس وویل: "د راتلونکې لپاره مبارزه وکړئ."

نوموړې په اقتصادي تګلارې او د کارګرانو د حقونو پر مسئلې تمرکز وکړ، همداراز یې د ارزانه روغتیایي خدماتو او د ماشومانو د پالنې پلانونو ته اشاره وکړه.

بایډن د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د انتخاباتو له کاندیدۍ لاس اخلي او ده د کاملا هاریس ملاتړ وکړ چې د ده په ځای سیالي ته ودرېږي.

د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات به د نومبر په پنځمه ترسره شي.

د اوکراین هوایي ځواکونو د ۲۰ روسي بې پیلوټه الوتکو د نسکورولو خبر ورکړی

په خرسون کې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکې د برید یو انځور
په خرسون کې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکې د برید یو انځور

د اوکراین هوایي ځواکونو په فېسبوک کې په یوه پيغام کې لیکلي چې نن یې ۲۰ روسۍ بې پیلوټه الوتکې یا ډرون ویشتلي دي.

په دې پيغام کې وړاندې راغلې چې نن سهار وختي ۲۲ روسۍ بې پيلوټه الوتکو د اوکراین پر خرسون، سومي، ژیتومیر او چیرنییف سیمو برید وکړ چې شل یې اکرایني ځواکونو نسکورې کړې.

په ورته وخت کې د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د دوی هوایي مدافع شپږ اوکرایني بې پيلوټه الوتکې ویشتلې چې څلور یې د روستوف په سیمه کې او دوه یې د کرسک په سیمه کې لوېدلې دي.

هاریس په غزه کې له نتنیاهو د ژر اوربند غوښتنه وکړه

د عکس ښي لور ته د امریکا د ولسمشر مرستیاله کاملا هاریس او چپ لور ته د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو
د عکس ښي لور ته د امریکا د ولسمشر مرستیاله کاملا هاریس او چپ لور ته د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو

د امریکا د ولسمشر مرستیالې کاملا هاریس د اسراییل له صدراعظم څخه وغوښتل چې ژر تر ژره په غزه کې له حماس سره پر اوربند سلا وکړي چې په غزه کې په لسګونو برمته خوشې شي.

امریکا او اروپایي ټولنه حماس د ترهګرې ډلې په توګه پېژني.

هاریس چې پرون یې په سپینه ماڼۍ کې له بنیامین نتنیاهو سره وکتل، دا هم وویل چې له هغه سره یې خبرې ښکاره او ګټورې وې.

هاریس په دې کتنه کې د اسراییل د ځان د دفاع د حق ننګه وکړه، خو په غزه کې یې د تېرو نهو میاشتو جګړې په ترڅ کې د خراب بشري وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه.

راپور: پنټاګون اوکراین ته د پوځي مهماتو د استولو په اړه په خپلو محاسبو کې تېروتنه کړې

د پنټاګون ودانۍ
د پنټاګون ودانۍ

د امریکا د حکومت په یو راپور کې راغلي چې پنټاګون، اوکراین ته د دوو میلیاردو په ارزښت د وسلو، توغندیو او نورو پوځي مهماتو د استولو په اړه په خپلو محاسبو کې تېروتنه کړې ده.

د امریکا د حکومت د حساب ورکولو دفتر راپور چې پرون پنجشنبې د جولای ۲۵مه خپور شوی٬ ښيي چې د امریکا دفاع وزارت اوکراین ته د استول شویو دفاعي مهماتو په ارزونه کې تېروتنه کړې ده.

په ۲۰۲۳م کال کې پنټاګون ویلي وو، د میلیاردونو ډالرو په ارزښت اوکراین ته د استولو شویو مهماتو په جدول کې د "بدلولو ارزښت" پرځای د "استهلاک ارزښت" استفاده شوی دی.

اوس پنټاګون وايي، د دې تېروتنې په سمونې سره کولی شي اوکراین ته د دوو میلیاردو په ارزښت نورې اضافي وسلې او مهمات واستوي څو د بایډن ادارې له خوا ټوله تصویب شوې مرسته اوکراین ته ورسېږي.

بایډن یوځل بیا له حماس سره د اسراییلو اوربند وغوښت

د عکس ښي لور ته د امریکا ولسمشر جوبایډن او چپ لور ته د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو
د عکس ښي لور ته د امریکا ولسمشر جوبایډن او چپ لور ته د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو

د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو پرون پنجشنبې د جولای ۲۵مه په سپینې ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره کتلي او په غزه کې يې د احتمالي اوربند په اړه ورسره خبري کړي دي.

بایډن په دې کتنه کې یوځل د اسراییلو له صدراعظمه غوښتي چې د حماس وسله والې ډلې سره چې امریکا او اروپايي ټولنه يې ترهګریز سازمان بولي، اوربند وکړي.

د سپینې ماڼۍ د امنیت شورا ویاند جان کربي پرون وویل، خبرې اترې په وروستي پړاو کې دي، خو ځینې ستونزې شته چې باید حل شي.

په پاریس کې د المپیک لوبې نن د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د لوبغاړو په ګډون پیلېږي

ارشیف
ارشیف

په پاریس کې د المپیک لوبې نن جمعه د اسد په ۵ مه د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د څه باندې ۱۰ زره ۵۰۰ لوبغاړو په ګډون پیلېږي.

د افغانستان په استازیتوب په دغو سیالیو کې د درېیو نجونو په ګډون شپږ افغان لوبغاړي ګډون کوي.

خو د طالبانو حکومت ویلي چې دا ښځینه ورزشکارانې په رسمیت نه پېژني.

یوه له دغو ښځینه ورزشکارانو یولدوز هاشمي وايي چې د المپیک په سیالیو کې د ګډون له لارې غواړي د هغو ۲۰ میلیونه افغان مېرمنو استازیتوب وکړي چې د دې په وینا په افغانستان کې له خپلو اساسي حقونو بې برخې دي.

هغې ویلي چې غواړي نړۍ ته وښيي چې افغان مېرمنې په هر حالت کې ستر هدف ترلاسه کولای شي.

یولدوز هاشمي له خپلې خور فریبا هاشمي سره د پاریس المپیک د بایسکل ځغلونې په سیالیو کې ګډون کوي.

په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په دغه هېواد کې پر ښځو او نجونو د نورو بندیزونو د ترڅنګ د نجونو او ښځو پر ورزش هم بندیز لګول شوی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG