د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۰

اردن ته سفر؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په غزه کې د جګړې کمولو هڅه کوي


په غزه کې د اسراییل د بریدونو دوام
په غزه کې د اسراییل د بریدونو دوام

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن نن شنبه په اردن کې د عرب هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د کتنو لړۍ پیل کړه.

بلېنکن هڅه کوي چې په غزه کې د څه کم یوې میاشتې روانې جګړې شدت کم شي.

دا وروسته له هغې چې اسراییل په جګړه کې د وقفې راوستلو لپاره د بلېنکن د غوښتنو په وړاندې مقاومت وښود.

د اسراییل پوځ اعلان وکړ، چې پلیو ځواکونو یې تېره شپه د غزې په جنوب کې پوځي عملیات کړي دي.

تر دې مخکې د فلسطین په محاصره شوي قلمرو کې د اسراییل د حملې له کبله د امبولانسونو یو کاروان او هغه ښوونځی په نښه شو، چې خلکو ورته پناه وړې وه.

په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، چې پر یوه امبولانس د اسراییل په هوايي حمله کې ۱۵ کسان وژل شوي دي.

خو د اسراییل پوځ بیا وايي، چې د حماس ډلې افراطي وسلوال یې په نښه کړي دي.

د حماس تر ولکې لاندې غزه کې روغتیايي چارواکو پرون جمعه ویلي اسراییل ، هغه امبولانس ویشتلی چې د ټپي شویو فلسطینیانو د لېږدولو په کاروان کې شامل و.

د غزې روغتیايي چارواکو په وینا په دې پېښه کې ۶۰ نور کسان ټپیان شوي دي.

د اسراییل پلیو ځواکونو تېره پنج شنبه د خپلو جنګي عملیاتو تر تشدید وروسته غزه ښار کلابند کړ.

د اسراییل په خبره هدف یې د حماس ډلې ختمول دي.

وروسته له هغې چې حماس ډلې د اکتوبر پر اوومه پر اسراییل په برید سره ۱۴۰۰ کسان ووژل او شا و خوا ۲۴۰ کسان یرغمل کړل، له هغې راهیسې پر غزه د اسراییل هوايي او ځمکني عملیات روان دي.

د حماس تر ولکې لاندې غزه کې روغتیا وزارت ویلي، چې د اسراییل په حملو کې تر اوسه تر ۹۲۰۰ زیات کسان، چې ډېره برخه یې ښځې او ماشومان دي، وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG