د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۰

پر غزې د اسراییلو د بمباریو دوام؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تل‌ابیب ته رسېدلی


د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

په داسې حال کې چې په غزه کې لا هم د اسراییل بمباري روانه ده، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر نن تل ابیب ته ورسېد.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن، د غزې په جګړه کې پر بشري اوربند د ټینګار لپاره نن تل ابیب ته ورسېد.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، بلېنکن په دې سفر کې د اسراییل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره د خبرو پر مهال په غزه کې ملکیانو ته د زیان اوښتو د کمېدو په باب خبرې کوي.

په دې ځای کې د روانو جګړو له کبله د خوراکي موادو، سون توکو، اوبو او درملو کموالی احساسېږي.

په غزه کې ودانۍ نړېدلي او په زرګونو کسان له بمباریو د خوندیتوب لپاره، له خپلو کورونو کډې کولو ته اړ شوي دي.

د بلېنکن تر دې سفر مخکې د اسراییل پوځ ویلي وو چې غزه ښار یې محاصره کړی دی.

رویټرز اژانس نن راپور ورکړی چې اسراییلي ځواکونو یو وار بیا د ځمکې، سمندرګي او هوا له لارې دشپې له مخې پر غزه حملې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې په غزه کې دننه د ناوړه وضعیت او د ملکي فلسطینیانو د مرګ ژوبلې زیاتېدو له کبله نړیوالې اندېښنې پرځای پاتې دي.

بلخوا د حماس متحدو ډلو او د اسلامي جهاد ډلې ویلي چې د دوی جګړه مارو د هغو اسراییلي پوځیانو په وړاندې چې د مخکې تګ په حال کې وو، منفجره وسایل منفجر کړي او له بې پېلوټه الوتکو یې لاسي بمونه اچولي، دغه راز یې هاوان او د ټانکونو ضد توغندي ویشتلي دي.

سپینې ماڼۍ ویلي، د اسراییل او حماس په جګړه کې پر یو لړ وقفو غور کوي، څو خلک په خوندي ډول له غزې څخه ووځي او بشري مرستو ته اجازه ورکړل شي، خو له بشپړ اوربند سره یې خپل مخالفت یو ځل بیا تکرار کړ.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي پرون خبریالانو ته وویل چې په جګړه کې دا وقفې باید موقتي او محلي وي او ټینګار یې وکړ چې د اسرائیل د دفاع مخه نه نیسي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي

په همدې حال کې ملګرو ملتونو نن جمعه د ۱ اعشاریه ۲ ملیارد ډالرو په ارزښت د اضطراري مرستو د یوې بستې ترلاسه کولو درخواست وړاندې کړی.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې یا اوچا ویلي، دغه مرسته به د غزې د دوو ملیونو او اووه لکه اوسېدونکو او د لوېدیځې غاړې د ۵لکه اوسېدونکو اړتیاوې پوره کړي.

د دې تر څنګ د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو جرګې د اسراییل لپاره د ۱۴ اعشاریه پنځه ملیارد ډالرو په ارزښت پوځي بودجه تصویب کړه چې د استازو جرګې نوي مشر مایک جانسن ویلي، دا کار ډیموکراتانو او ولسمشر جو بایډن ته یو چلنج پېښوي.

د غزې پر تړانګه د اسراييلو هوايي بريدونه وروسته له هغه پيل شول چې د اسراييل په وينا، د حماس جنګياليو څه کم میاشت مخکې پر اسراییل په برید سره ١٤٠٠ کسان ووژل او ٢٤٠ کسان يې يرغمل کړل.

د حماس ډلې تر کنټرول لاندې غزې تړانګې کې روغتیايي چارواکي وايي، د اسراییل د بریدونو په پایله کې تر اوسه تر ۹۰۰۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG