د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۴

چارواکي: د اسراییلو بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۵زرو اوښتی


د جګړو له کبله د ویجاړو شویو ودانیو پاتې شونې.
د جګړو له کبله د ویجاړو شویو ودانیو پاتې شونې.

د غزې چارواکو اعلان کړی چې د اسراییلو په هوایي بریدونو کې د وژل شویو خلکو شمېر له ۵زرو تنو اوښتی دی.

د حماس تر کنـټرول لاندې غزې د روغتیا وزارت دوشنبه ناوخته اعلان وکړ چې د اسراییلو او حماس ترمنځ د روانې جګړې له پیل راهیسې د اسراییلو په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۵۰۸۷ فلسطینیان وژل شوي دي.

د دغه راپور له مخې په دغو قربانیانو کې ۲۰۵۵ تنه ماشومان شامل دي او لږ تر لږه ۱۵۳۰۰ تنه کسان ټپیان شوي هم دي.

ازادي راډیو په خپلواکه توګه د مرګژوبلو اعلان شوې شمېرې نه شي تاییدولی.

د غزې روغتیا وزارت راپور زیاتوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییلو په هوايي بریدونو کې د ۱۸۲ ماشومانو په ګډون ۴۳۶ فلسطینیان وژل شوي دي.

د دغو تلفاتو ډیره برخه د غزې تړانګې په جنوبي سیمو کې رامنځته شوې ده هغه برخې چې له شمال او ګڼو نورو سیمو په کې کډوالو پناه اخیستې ده.

اسراییلي چارواکو مخکې اعلان کړی چې تر ۱۴۰۰ ډېر کسان د حماس په بریدونو کې وژل شوي.

اسراییل ویلي چې ګڼ دا خلک د حماس د وسله‌والو له‌خوا په ډزو او د چړو په ګوزارونو وژل شوي یا سوځول شوي دي.

د راپورونو له مخې حماس همدارنګه د ګڼو ملکیانو په شمول لږ تر لږه ۲۰۰ تنه یرغمل هم نیولي دي.

په زرګونو ودانۍ ویجاړې شوي او له یو میلیون څخه ډېر خلک په دې سیمه کې چې محاصره کې ده او له اوبو ، خوراکي توکو او نورو لومړنیو اړتیاوو بې برخې شوي، کډوالۍ ته اړ شوي.

غزې ته یواځې د رفح له لارې بشري مرستې رسول کېږي هغه سیمه چې د اسراییلو تر کنټرول لاندې نه ده.

غزې ته رسېدلې د بشري مرستو توکي.
غزې ته رسېدلې د بشري مرستو توکي.

د دوشنبې په ورځ لږ تر لږه دولس په مرستو بار لارې غزې ته ننوتې، خو د ملګرو ملتونو چارواکو ویلي چې ډېرو زیاتو مرستو ته اړتیا ده.

په فلسطین کې د خوړو د نړیوال پروګرام مشر سمیر عبدالجابر رویټرز ته ویلي: "په سرحد باندې رااوښتونکې د مرستو لارې د هیلې یوه وړوکې دریڅه ده. خو هېڅ کافي نه دي چې د غزې دننه اړمنو اړتیاوې پرې پوره شي. موږ ډېر صبر نه شو کولای. موږ باید ژوند ژغورونکي مواد په دوامداره توګه ورسوو او په ډېره لویه کچه."

متحده ایالاتو، چې د مرستو د کاروانونو د ننوتلو منځګړیتوب یې کړی، غزې ته د مرستو د دوامداره جریان لپاره هوډ ښودلی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG