د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۷

جوبایډن: داسې ښکاري چې د غزې پر روغتون چاودنه د اسراییلو کار نه وي


د امریکا ولسمشر جوبایډن د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره
د امریکا ولسمشر جوبایډن د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره

د امریکا ولسمشر جوبایډن وایي، داسي ښکاري چې د غزې تړانګې په یوه روغتون کې چاودنه چې په سلګونو کسان پکې وژل شوي، د اسراییل کارنه دی.

بایډن د اسراییل له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره په کتنه کې وویل، له هغو شواهدوچې ده لیدلي، داسې ښکاري چې دا د مقابل لوري کاردی نه ستاسو .

بایډن په دې اړه چې ولې دی باورکوي چې د دغې چاودنې لامل اسراییل نه و، نورجزییات ورنکړل.

خو بایډن زیاته کړه چې هلته ډېرخلک شته چې ډاډه نه وو چې د چاودنې لامل څه و.

بایډن نتانیاهو ته وویل چې دی په روغتون کې چاودنې ډېرخواشینی او په غوسه کړی او څرګنده یې کړه چې حماس د ټولو فلسطینیانو استازیتوب نه کوي؛ بلکې یوازې د هغوی کړاوونه زیاتوي.

بایډن همدارنګه وویل، اړتیا ده داسې لارې چارې ولټول شي چې په نتیجه کې یې د ژوند ژغورنې هڅې ګړندۍ اوزیاتې شي ترڅو د ده په وینا، له هغو بې ګناه فلسطینیانو سره مرسته وشي چې د دغه کړکېچ په مینځ کې راګېردي.

د امریکا او اسراییل د مشرانو د لیدنې یوه بله څنډه
د امریکا او اسراییل د مشرانو د لیدنې یوه بله څنډه

بایډن پراسراییل له غزې د اکتوبر د اوومې برید ته په اشاره وویل چې حماس اسراییلیان په قتل رسولي دي.

د وژل شویو اسرایلیانو شمیر۱۴۰۰ تنه ښودل شوی.

د اسراییل صدراعظم بینامین نتانیاهو اسراییل ته د سفرپه خاطر له بایډن نه مننه وکړه او هغه ته یې وویل چې دا یو ډیرد پام وړاقدام و.

په عین حال کې د اسراییل پوځ هغه څه د شواهدو په توګه خپاره کړل چې څرګندوي د غزې په الاهلي العربي روغتون کې د تېرې شپې چاودنه د فلسطینینانو له خوا د فیرشوي یوه ناکامه توغندي په نتیجه کې رامنځته شوې، نه د دوی د مهماتو په نتیجه کې.

په دې پېښه کې د سلګونو کسانو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی دی.

حماس د دې چاودنې پړه پراسراییل اچولې خو اسراییل وایي، په غزه کې دېره د یوې بلې، د فلسطینیانو د اسلامي جهاد سخت دریځې ډلې له خوا فیرشوي توغندي دغه چاودنه رامنځته کړې ده.

د اسلامي جهاد سخت دریځې ډلې د دې چاودنې په اړه پرځان لګول شوي تورونه ردکړي دي.

د حماس تر واکمنۍ لاندې د غزې د روغتیا وزارت وویل چې د اسراییل هوایي برید دغه وراني رامنځ ته کړې ده.

غزه کې وروستی تاوتریخوالی
غزه کې وروستی تاوتریخوالی

خو اسراییل ته د امریکا د ولسمشرجوبایډن تر رسیدو لږ مخکې د اسراییل د پوځ ویاند دانیل هګري Daniel Hagari وویل چې د یوې څېړنې نتیجه تاییدوي چې د اسراییل د دفاعي ځواکونو له خوا د ځمکې، سمندر او هوا له لارې پردغه روغتون برید نه دی شوی.

د اسوشیتید پرس آژانس د راپور له مخې، د امریکاولسمشرجوبایډن له اسراییل څخه په کتنې سره غواړي نړۍ ته وښیي چې امریکا په روان کړکېچ کې د اسراییل ترخوا ولاړه ده.

ټاکل شوې وه چې بایډن له اسراییل وروسته اردن ته ولاړشي او هلته له یوشمېرعربي مشرانو سره په غونډه کې ګډون وکړي خو هغه په دغه روغتون کې د چاودنې له امله لغوه شوه.

ټاکل شوې وه چې په دې غونډه کې بایډن، د فلسطیني ادارې مشر محمودعباس، د اردن پاچا عبدالله او د مصر ولسمشرعبدالفتاح السیسي ګډون وکړي.

په همدې حال کې په پام کې ده چې د ملګروملتونو امنیت شورا نن هغه پرېکړه لیک ته رایې ورکړي چې پر اسراییل د حماس برید د یوه بوږنوونکي عمل په توګه او همداراز د ملکي وګړو پر وړاندې تشدد او ترڅنګ یې د غزې میلیونونه اوسېدونکو ته چې مرستو ته سترګې په لاره دي، په بشري مرستو کې ځنډ غندي.

د برازیل له خوا د وړاندې شوي دې پرېکړه لیک د مسودې د کلماتو او ژبې د څرنګوالي په اړه خبرې دوام لري او هغه متن یې چې باید رایې اخیستو ته وړاندې شي پرون سې شنبې بشپړ نه شو.

په یو شمېر هېوادونو کې د غزې د روان وضعیت خلاف لاریونونه دوام لري
په یو شمېر هېوادونو کې د غزې د روان وضعیت خلاف لاریونونه دوام لري

امنیت شورا له دې مخکې د دوشنبې په ورځ د روسیې له خوا وړاندې شوې د هغه پریکړه لیک مسوده ردکړې وه چې د ملکي وګړو پر وړاندې تشدد او ترورپکې غندل شوی او د بشري اوربند غوښتنه شوې وه، خو د حماس یادونه پکې نه وه شوې.

په غزه کې روغتیایي چارواکو ویلي چې د اسراییل په بریدونو کې شاوخوا ۲۸۰۰ فلسطینیان وژل شوي او ګومان کیږي چې ۱۲۰۰ تنه نور به د نړیدلو ودانیو ترخاورو لاندې ژوندي یا مړه وي.

دا شمېرې په غزه کې پر روغتون د تیرې شپې له چاودنې مخکې ورکړل شوې دي.

د راپورله مخې، د دغې چاودنې په وړاندې د غبرګونونو په ترڅ کې په سیمه کې اعتراضي لاریونونه پیل شوي.

د لویدیځې غاړې په لویو ښارونو کې په سلګونو کسان واټونو ته راوتلي او د لبنان او اردن په پلازمینو بیروت او عمان کې هم ډېر اعتراض کونکي له دغو لاریونو سره یوځای شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG