د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۷

د اسراییلو له عملیاتو سره زرګونه فلسطینیان د غزې له شمال څخه وتښتیدل


غزه کې د اسراییلي ځواکونو عملیات
غزه کې د اسراییلي ځواکونو عملیات

په زرګونو فلسطینیان د غزې تړانګې له شماله نن تښتیدلي دي.

دوی د اسراییلي ځواکونو د مځکنیو عملیاتو له وېرې سیمه پرې ایښې ده.

پر دې سیمه اسراییلي ځواکونه اوس د هوا له لارې بمباري کوي.

اسراییل د غزې په شمال کې خلکو ته پرون خبرداری ورکړی و، چې په څلرویشت ساعتونو کې د غزې جنوب ته ولاړ شي.

اسراییل ویلي دي، چې په سیمه ییز وخت د مازدیګر تر څلور بجو چې کوم کسان کډې باروي څه نه ورته وایي.

رویټرز اژانس په غزه کې د فلسطنیانو د روغتیا وزارت په وینا نن خبر ورکړ، چې په تېرو څلرویشت ساعتونو کې د اسراییل ځواکونو د بمباریو له امله لږ تر لږه درې سوه څلرویشت تنه فلسطنیان په غزه کې وژل شوي او تر زرو ډېر ټپيان شوي دي.

زرګونه فلسطینیان د اسراییلي ځواکونو د عملیاتو له وېرې له سیمې وتلي
زرګونه فلسطینیان د اسراییلي ځواکونو د عملیاتو له وېرې له سیمې وتلي

د فلسطین د روغتیا وزارت د راپور له مخې، په وژل شویو کې لږ تر لږه یوسل او شپږ ویشت ماشومان او اته اتیا ښځې دي.

اسراییل یوه اونۍ وروسته تر دې چې حماس ډلې ناببره پر اسراییل حمله وکړه، پر غزې مځکني عملیات شروع کړل.

له دې عملیاتو مخکې ملګرو ملتو خبرداری ورکړی، چې د غزې د نژدې نیمایي استوګنو بیځایه کیدل به د ناورین سبب شي.

د حماس د رسنیو دفتر وایي چې الوتکې پر هغو موټرو ډزې کوي چې د جنوب خواته ځي او تر اوسه یې په دغو موټرو کې تر اویا ډیر کسان وژلي دي.

اسراییل وایي چې په غزه کې یې موقتي عملیات پيل کړې دي، چې وسله وال وځپي او هغه یونیم سل اسراییلان پیدا کړي چې د حماس وسله والو اونۍ مخکې له اسراییله تښتولي دي.

XS
SM
MD
LG