د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۷

د اسراییل صدراعظم او سیاسي سیال یې اضطراري حکومت اعلان کړ


د اسراییل صدراعظم بینامین نتانیاهو په مشرۍ د کابینې د غونډې انځور. د انځور منځ کې د اسراییل صدراعظم او ښي او چپ لور ته یې د کابینې غړي دي.
د اسراییل صدراعظم بینامین نتانیاهو په مشرۍ د کابینې د غونډې انځور. د انځور منځ کې د اسراییل صدراعظم او ښي او چپ لور ته یې د کابینې غړي دي.

په داسې حال کې چې پر غزې د اسراییل بریدونه دوام لري، د اسراییل صدراعظم بینامین نتانیاهو او سیاسي سیال یې بني ګانتز د جګړې په جریان کې د اضطراري حکومت اعلان وکړ.

د اسراییل صدراعظم بینامین نتانیاهو او د هغه سیال د دفاع پخواني وزیر بني ګانتز خپل سیاسي اختلافات یوې خوا ته کړل او په یوه بېړني حکومت او د جګړې په کابینه کې سره یوځای شول.

د فرانس‌پرېس خبري آژانس د راپور له مخې نتانیاهو چې یو ښي اړخی سابقه داره سیاستوال ګڼل کېږي له ګانتز سره سیاسي هوکړه کړې او ژمنه یې کړې چې د اوس لپاره به د حکومت د قضایي سیستم د بیاکتنې پلان چې له یوه کال راهیسې یې په وړاندې پراخ اعتراضونه پیل شوي، ځنډوي.

د اپوزیسیون بل مشر یار لاپید له دغه موقتي ایتلاف سره نه دی یوځای شوی خوپه ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې د جګړې په کابینه کې به یوه څوکۍ د هغه لپاره خوندي وي.

د راپور له مخې په اسراییل کې د نوي اضطراري حکومت اعلان داسې مهال کېږي چې د اسراییل پوځیانو چې له څو ورځو راهیسې غزې ته څېرمه جنوبي جګړه ځپلو ښارګوټو کې تصفویوي عملیات ترسره کړي، وویل چې ټولټال یې د ۱۲۰۰ کسانو مړي موندلي چې زیاتره یې ملکي وګړي دي او د سخت دریځو اسلامپالو په برید کې وژل شوي دي.

دا د اسراییل د دولت د تاسیس په ۷۵ کلن تاریخ کې تر ټولو خونړی برید و چې د حماس ډلې اړوندو وسله والو ډلو له غزې، د ځمکې، هوا او اوبو له لارې تېره شنبې ترسره کړ.

د راپور له مخې په غزه کې چارواکو وویل چې د اسراییل په هوایي او توپچي بریدونو کې له زرو زیات کسان وژل شوي دي.

پر غزه د اسراییلو د بمباریو یو انځور
پر غزه د اسراییلو د بمباریو یو انځور

ملګرو ملتونو وویل چې د شنبې له ورځې راهیسې یې په غزه کې یولس کارکوونکي وژل شوي او د نړیوال سره صلیب او حلال احمر کمیټو هم ویلي چې پنځه غړي یې وژل شوي دي.

د جګړې له پراخېدو سره په اسراییل کې د حماس له خوا د یرغمل شویو هغو لږلږترلږه یونیم سل کسانو د برخلیک په اړه چې اکثریت یې اسراییلیان او یو شمېر نور یې بهرنیان او دوه تابعیت لرونکي دي، هم اندېښنې زیاتې شوي.

د حماس وسله والو د اسراییل په جنوبي ښارګوټو د برید په نتیجه کې دغه کسان یرغمل کړي او له ځان سره یې غزې ته بیولې دي.

حماس ویلي چې څلور یرغمل د اسراییل په هوایي بریدونو کې وژل شوي او خبرداری یې ورکړی چې که له مخکیني خبرداري پرته اسراییل په بریدونو کې ملکیان په نښه کړي نو نور یرغمل به ووژني.

په عین حال کې په غزه کې چې شاوخوا ۲،۳ میلیون وګړي اوسي، اسراییل څه باندې زر ودانۍ له خاورو سره یو کړي او دا سیمه یې په بشپړه توګه محاصره کړې ده.

اسراییل پر غزې اوبه، خوراکي مواد او برښنا بند کړي چې له امله یې په سیمه کې د بشري بحران د پراخېدو په اړه اندېښنې په زیاتېدو دي.

د ملګرو ملتونو په وینا، له ۲۶۰ زره زیات کسان له خپلو مېنو بې ځایه شوي او اروپایي ټولنې هم د یوه بشري دهلیز د پرانیستلو غوښتنه کړې تر څو ملکي وګړي وکولای شي په دې سیمه کې له جګړې وتښتي.

دا په تېرو پنځلسو کلونو کې پنځم ځل دی چې په غزه کې جګړه نښلي.

له اسراییل د ملاتړپه ترڅ کې د امریکا ولسمشر جوبایډن ژمنه کړې چې خپل دې نږدې متحد اسراییل ته به نور مهمات او پوځي تجهیزات ورکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG