د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۷

اسراییلي ځواکونو په غزه کې د حماس پر اهدافو بمباري کړې


د اسراییل پوځ وایي چې د شنبې له ورځې راهیسې چې حماس پر اسراییل برید کړی دی د دوی تر یوزر دوه سوه ډېر کسان د یوسل او پنځه پنځوس پوځیانو په ګډون وژل شوي دي.
د اسراییل پوځ وایي چې د شنبې له ورځې راهیسې چې حماس پر اسراییل برید کړی دی د دوی تر یوزر دوه سوه ډېر کسان د یوسل او پنځه پنځوس پوځیانو په ګډون وژل شوي دي.

پر غزه نن هم د اسراییلي ځواکونو بمباري روانه ده او هلته یې د حماس ډلې اهداف په نښه کړې دي.

بل لور ته نن د اسراییل په جنوبي ښارونو کې د حماس د پنځه ورځي مخکېني برید له امله د نورو تلفاتو خبرونه خپاره شوي دي.

د غزې په تړانګه کې برښنا قطع ده، د سون مواد په کمېدو دي او اسراییلي ځواکونه نن هم هلته بمباري کوي.

د اسوشېټېډپرېس اژانس د راپور له مخې په غزه کې په روغتونونو کې د دوا او وسایلو کمبود دی او روغتیاپالان نه شي کولی چې د ټپيانو سمه درملنه وکړي.

دا جګړه چې تر اوسه یې په تېرو پنځو ورځو کې دواړو لوریو ته تر دوه زره دوه سوه ډېر تلفات اړولي، داسې ښکارې چې پسې زیاته به شي.

د اسراییل پوځ وایي چې د شنبې له ورځې راهیسې چې حماس پر اسراییل برید کړی دی د دوی تر یوزر دوه سوه ډېر کسان د یوسل او پنځه پنځوس پوځیانو په ګډون وژل شوي دي.

په غزه کې د روغتیا وزارت وایي چې تر یوزر پنځوس ډېر کسان وژل شوي او تر پنځه زره سل ډېر ټپیان شوي دي.

په ملګرو ملتو کې د فلسطیني کډوالو اداره وایي چې له غزې څخه تر دوه نیم لکه ډېر کسان بې‌ځایه شوې دي.

د سوریې په پلازمېنه دمشق کې مېشتو فلسطینیانو ویلي چې دوی په غزه کې د وسله وال ملاتړ کوي چې دا مځکه له اسراییلو ازاده کړي.

دغو وسله والو په دې اړه څه ونه ویل چې د سې شنبې په ورځ د سورې له خاورې د اسراییل تر واک لاندې د ګولان پر لوړو د توغندي برید چا کړی دی.

داسې اندېښنه شته چې دا جګړه د سوریې او لبنان لور ته هم وغځېږي.

د فلسطینیانو د اسلامي جهاد ډلې او د فلسطین د ازادي غورځنګ پرون ناوخته په قاهره کې د عربي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ته وویل چې عربي هېوادونه باید د فلسطینیانو د ملاتړ په برخه کې غوڅ دریځ خپل کړي.

د اردن پاچا عبداله بیا له اسراییلیانو او فلسطینیانو غوښتي چې خبرو ته سره کېني.

عبدالله د چهارشنبې په ورځ د اردن پارلمان ته په امان کې وویل چې دا ستونزه په سیمه کې د دوو دولتونو له ایجادېدو سره حل کېدای شي چې یو د اسراییل دولت وي بل د فلسطین دولت او ختیځ بیت المقدس د عربانو په لاس کې وي.

XS
SM
MD
LG