د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۸

نړۍ

د اسراییل پوځ: د غزې پر پولې مو بیا ولکه ټینګه کړې

د غزې د تازه جګړې یوه څنډه
د غزې د تازه جګړې یوه څنډه

د اسراییل پوځ وايي اسراییلي ځواکونو د غزې پر پوله بیرته ولکه ټینګه کړې.

د اسراییلي پوځ ویاند ریچارد هیخت نن خبریالانو ته همداراز وویل چې د حماس ډلې د نژدې یو نیم زر تنه وسله والو مړي د اسراییل په خاوره کې دننه موندل شوي دي.

په عین حال کې د اسراییل پوځ پر غزې غچ اخیستونکو حملو ته زور ورکړی او خوراکي مواد، اوبه،د سونګ توکي او نور اکمالات یې پرې بند کړي دي.

بل خوا حماس خبرداری ورکړی، چې که اسراییل پر ملکیانو حملو ته دوام ورکړي یرغمل شوي اسراییلیان به ووژني.

حماس د شنبې په ورځ د اسراییل پر سرحدي سیمو ناڅاپي برید وکړ او لږترلږه ۱۳۰ تنه پوځي او ملکي اسراییلي یرغمل یې له ځان سره غزې ته راوستل.

د لویدیځو خبري اژانسونو د راپورونو له مخې، پر اسراییل د حماس په حملو کې د وژل شویو اسراییلي وګړو شمېر هم ۹۰۰ ته لوړ شوی دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

غزه کې د اوربند ټينګولو لپاره يوځل بيا هڅې پيل شوي

په غزه کې د اسراييلی ځواکونو د عملياتو يو انځور
په غزه کې د اسراييلی ځواکونو د عملياتو يو انځور

په غزه کې د اوربند د ټینګولو لپاره یوځل بیا د هڅو تازه نښې پرون ښکاره شوې.

د راپورونو له‌مخې له څو اونیو نسبتا پټې ډیپلوماسۍ وروسته مصر او قطر چې د اوربند لپاره منځګړتوب کوي د اوربند د طرحې په اړه له حماس ډلې څخه چې امریکا او اروپايي ټولنه یې د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني، د اسراییلي برمته‌وو د خوشې کولو او د غزې په تړانګه کې د اوربند اړوند مثبت ځواب ترلاسه کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې اسراییل د غزې پر بیلابیلو سیمو حملو ته دوام ورکوي.

د صدراعظم بینیامین نتنیاهو دفتر په یوه خبرپاڼه کې د اسراییل د استخباراتي ادارې موساد په استازولۍ ویلي دي چې اسراییل د دې طرحې په اړه غور او څېړنه کوي.

بايډن د امريکا ولسمشريزو ټاکنو ته د درېدو اعلان وکړ

د امریکا ولسمشر جو بایډن
د امریکا ولسمشر جو بایډن

د امریکا ولسمشر جو بایډن اعلان کړی چې د خپل هېواد راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو درېږي.

نوموړي دغه اعلان د چهارشنبې په ورځ وروسته تر هغه وکړ چې د ډیموکرات ګوند اکثرو غړو ترې له واکه د لرې کېدو غوښتنه کړې وه.

د راپورونو له‌مخې یو شمېر ډیموکراتانو وروسته تر هغه له بایډن نه وغوښتل چې له ټاکنیزو سیالیو لرې شي چې هغه له خپل سیال سره په مناظره کې ځینې کمزورۍ له ځانه وښودې.

تر دغې مناظرې وروسته نیویارک ټایمز وویل، بایډن خپل یوه ملګري ته ویلي چې ټاکنو کې له سیالۍ لاس په سر کېږي.

وروسته سپینې ماڼۍ دغه راپور رد کړ.

د امریکا ولسمشریزې ټاکنې سږ کال نومبر کې د جو بایډن او پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له‌خوا ترسره کېږي.

د روسیې او چین ولسمشرانو د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړي

د عکس ښي لور ته د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین او چپ لور ته د هغه چینايي سیال شي جین پینګ
د عکس ښي لور ته د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین او چپ لور ته د هغه چینايي سیال شي جین پینګ

د روسیې او چین ولسمشرانو ولادمیر پوتین او شي جین پینګ پرون د شانګهای غونډې په څنډه کې مخامخ سره وکتل او د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پیاوړتیا یې خبرې وکړې.

لوېدیځ اژانسونه وایي، دا په تېرو شاوخوا دوو میاشتو کې دوهم ځل دی چې پوتین او شي سره مخامخ لیده کاته کوي.

د سیمې د دوو قدرتونو دغو مشرانو پرون د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د شانګهای دوه ورځنۍ غونډه پرانسته چې نن پنجشنبه پای ته رسېږي.

د شانګهای سازمان ۲۰۰۱م کال کې د چین او روسیې له خوا د منځنۍ اسیا د امنیت په هدف جوړ شو، خو اوس یې اصلي او ناظر غړي زیات شوي او په یوه ډول یې د لوېدیځ ضد دریځ غوره کړی دی.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې لیکلي، روسیه غواړي د دغې غونډې له لارې یوځل بیا د خپل قدرت ننداره وړاندې کړي او وښيي چې د لوېدیځ له بندیزونو سره سره منزوي شوې نه ده.

د خیبر پښتونخوا باجوړ کې چاودنه؛ د سنا د پخواني غړي هدایت‌الله خان په ګډون څلور کسان وژل شوي

هدایت‌الله خان د خیبر پښتونخوا د پخواني والي شوکت‌الله خان ورور، له ۲۰۱۲م کاله تر ۲۰۲۴م پورې د پاکستان د سنا غړی و.
هدایت‌الله خان د خیبر پښتونخوا د پخواني والي شوکت‌الله خان ورور، له ۲۰۱۲م کاله تر ۲۰۲۴م پورې د پاکستان د سنا غړی و.

د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د یوې چاودنې په ترڅ کې د پاکستان د سنا د پخواني غړي هدایت الله خان په ګډون څلور کسان وژل شوي دي.

د پاکستاني پولیسو په وینا، دا چاودنه پرون هغه وخت وشوه چې هدایت‌الله خان د باجوړ ډمه ډولې سیمې ته په موټر کې روان و.

د دې چاودنې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی او د تحریک طالبان پاکستان ډلې ویلي چې په دې چاودنه کې لاس نه لري.

هدایت‌الله خان د خیبر پښتونخوا د پخواني والي شوکت‌الله خان ورور، له ۲۰۱۲م کاله تر ۲۰۲۴م پورې د پاکستان د سنا غړی و.

د اروپا فوټبال جام؛ اسپانیا له جرمني او پرتګال له فرانسې سره سیالۍ لري

ارشیف
ارشیف

د اروپا د فوټبال د اتلولیو په ترڅ کې ټاکل شوې چې سبا تر نیمه پایلوبې مخکې پړاو کې اسپانیا له جرمني او پرتګال له فرانسې سره مخامخ شي.

د اروپا د فوټبال اتلولۍ لوبې د جون په ۱۴مه په جرمني کې د ۲۴ ملي لوبډلو ترمنځ پیل شوې چې دوهم پړاو یې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د سې شنبې په ورځ بشپړ شو؛ اوس اته لوبډلې سیالۍ ته سره پاتې دي.

د دې لوبو پایلوبه به د جولای په ۱۴مه ترسره شي.

د پاکستان پوځ په خیبرپښتونخوا کې له امریکا سره ګډ پوځي تمرینونه پیل کړي

د عکس ښي لور ته امریکايي ځواکونه او چپ لور ته پاکستاني ځواکونه په ګډ انځور کې
د عکس ښي لور ته امریکايي ځواکونه او چپ لور ته پاکستاني ځواکونه په ګډ انځور کې

د پاکستان پوځ په خیبرپښتونخوا ایالت کې له امریکا سره د ګډو پوځي تمرینونو خبر ورکوي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر نن په یوه بیان کې وویل چې دا تمرینونه د دواړو هېوادونو د پوځي ځواکونو ترمنځ د همکارۍ د کچې د پیاوړتیا او د تروریزم پر ضد د مبارزې په چاره کې د همغږۍ په هدف روان دي.

په بیان کې راغلي چې دا پوځي تمرینونه د جون په ۲۹مه په پبي سیمه کې پیل شوي او دوه اوونۍ دوام کوي.

خیبرپښتونخوا له ناامنه ایالتونو څخه دی او د پاکستان پوځ د وسله والو مخالفینو له هغې ډلې د پاکستان طالبانو د ځپلو لپاره هلته بیا بیا پوځي عملیات کړي دي.

زیلینسکي بیا له لوېدیځوالو د مدافعې سیستمونو او لیرې واټن ویشتونکو وسلو غوښتنه وکړه

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي له لوېدیځو هېوادونو ته خپله هغه غوښتنه بیا تکرار کړې چې د ده هېواد ته د هوايي مدافعې پرمختللي سیستمونه او د لیرې واټن ویشتونکې وسلې ورکړي.

زیلینسکي دا غوښتنه وروسته له هغه وکړه چې په دنیپرو سیمه کې د روسیې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو په نننۍ حمله کې پنځه کسان ووژل شول.

زیلینسکي پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې یوازې دوه شیان د روسیې د روان وحشت مخه نیولای شي؛ د هوايي مدافعې سیستم او لیرې واټن ویشتونکې وسلې.

دی زیاتوي چې د نړۍ مشران په دې توګه د خلکو ژوند خوندي کولای شي.

زیلینسکي دا غوښتنه مخکې هم هغه مهال کړې وه چې په ویلنیانسک سیمه کې د جون په ۳۰مه د روسیې یوه توغندویي برید اوه کسان ووژل او ۳۵ نور ټپیان کړل.

د ناټو غړو هېوادونو له اوکراین سره د ۴۰ میلیارده یورو پوځي مرستې موافقه کړې

د ناټو د غړیو هېوادونو بیرغونه
د ناټو د غړیو هېوادونو بیرغونه

د ناټو غړو هېوادونو له اوکراین سره په راتلونکي ۲۰۲۵م میلادي کال کې د ۴۰ میلیارده یورو پوځي مرستې موافقه کړې ده.

رویټرز او د "جرمني ډي‌پي‌اې" خبري اژانسونو نن چهارشنبه د یو شمېر ډيپلوماتانو په حواله ویلي، د ناټو غړي لا هم نه دي توانېدلي چې جګړه ځپلي اوکراین ته د څو کلونو مرستو یوه بسته باندې سلا شي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ له غړو هېوادونو غوښتي چې د راتلونکې اوونۍ تر غونډې مخکې چې په واشنګټن کې جوړېږي پر دې سلا شي چې هر کال به اوکراین ته ۴۳ میلیارده ډالر ورکوي.

د ناټو غړو هېوادونو تراوسه د سټولټنبرګ د دغې غوښتنې ملاتړ نه دی کړی.

بایډن د اسراییلو صدراعظم سره ګوري

د عکس ښي لور ته د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو او چپ لور ته د امریکا ولسمشر جوبایډن
د عکس ښي لور ته د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو او چپ لور ته د امریکا ولسمشر جوبایډن

ټاکل شوې د امریکا ولسمشر جوبایډن او د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو د همدې جولای میاشتې په وروستیو کې په واشنګټن کې سره وګوري.

رویټرز خبري اژانس نن چهارشنبه لیکلي چې نتنیاهو د امریکا کانګرس ته د غزې د جګړې په اړه د وینا په هدف واشنګټن ته سفر کوي.

نوموړی به د جولای میاشتې په ۲۴مه د امریکا کانګرس ته وینا وکړي.

که څه هم امریکا د غزې په جګړه کې د اسراییل سیاسي او پوځي ملاتړ کوي، خو ولسمشر بایډن په ځینو مواردو کې د اسراییلو پر چلند اندېښنه ښودلې ده.

په غزه کې د اسراییلو د جګړې له پيله تراوسه د څه باندې ۳۸ زره ملکیانو د وژلو راپورونه ورکړل شوي دي.

د غزې جګړه د تېرې اکټوبر میاشتې په ۷مه، وروسته تر هغه پيل شوه چې حماس وسله‌والې ډلې چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګر بولي، پر اسراییلو غلچکي برید سره شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۰ نور یې برمته کړل.

اروپايي چارواکي: چینايي او روسۍ کمپنۍ په ګډه بې پیلوټه الوتکې جوړوي

ایرانۍ بې پیلوټه الوتکه
ایرانۍ بې پیلوټه الوتکه

اروپایي چارواکي وایي، چیني او روسي کمپنۍ په ګډه غواړي چې د ایران شاهد ډوله بې پیلوټه الوتکو په څېر نور جنګي ډرونونه جوړ کړي.

دغو اروپایي چارواکو د نوم نه ښودو په شرط بلومبرګ ته ویلي، دغو کمپنیو تېر ۲۰۲۳م کال کې پر دې خبرې پيل کړي چې د شاهد په څېر الوتکې جوړې کړي او یوه هغه یې سږ کال د ازمېښت لپاره روسیې ته هم لېږلې ده.

د چین د دفاع ویبپاڼې او یو شمېر رسنیو یې ویلي چې هېواد یې د همداسې بې پیلوټه الوتکو پر جوړولو کار کوي.

شاهد داسې بې پيلوټه الوتکې دي چې د توغندي په څېر توغول کیږي او هدف ته د رسېدو په وخت کې چاودنه کوي.

لوېدیځ هېوادونه ایران تورنوي چې روسیې سره د اوکراین په جګړه کې د دې ډول الوتکو مرسته کوي.

د ازادي راډيو د خبر مرکزي څانګې نن چهارشنبه د اروپایي چارواکو په حواله ویلي، چینایي شاهد الوتکې تراوسه د اوکراین په جګړه کې نه دي کارول شوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG