د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۱

جرمني له فلسطینیانو سره د بشري مرستو پر دوام ټینګار وکړ


پر غزه د اسراییلو له لوري د بمباریو یو انځور
پر غزه د اسراییلو له لوري د بمباریو یو انځور

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایربوک پرون سې شنبه د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په درشل کې له فلسطینیانو سره د بشري مرستو پر دوام ټینګار وکړ.

هغې په دې برخه کې د اختلافاتو حل وغوښت او ویې ویل چې وروستیو ناکراریو ته په پام سره ملکیانو ته د بشري او حیاتي مرستو درول، کاملاً یوه اشتباه ده.

د رویټرز اژانس د راپور له مخې، مېرمن بایربوک دغه راز ویلي چې په فلسطین کې د ماشومانو په ګډون په ملیونونو کسان اوبو، خوړو او دارو درملو ته اړتیا لري او د اروپايي ټولنې پر بشري مرستو متکي دي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایربوک
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایربوک

په همدې حال کې اسوشېټیډ پرېس اژانس راپور ورکړی چې روغتونونه له ټپیانو ډک دي او اسراییل غزې تړانګې ته د غذايي موادو، سون توکو او دارو درملو د وړلو مخه نیولې ده.

یوازېنۍ لار چې له مصر څخه غزېدلې وه، د سې شنبې په ورځ سرحدي دروازې ته څېرمه د هوايي حملو له کبله وتړل شوه.

د اسوشېټېډ پرېس اژانس د راپور له مخې، د اسرایل جنګي الوتکو د سې شنبې په ورځ غزې تړانګه سیمه په سیمه بمباري کړه او ګڼې ودانۍ یې په کنډوالو بدلې کړې.

په دې کوچنۍ او کلابنده شوې سیمه کې مېشت خلک هڅه کوي چې د ځانونو لپاره یوه خوندي ساحه پیدا کړي.

د جرمني خبري اژانس لیکي، اسراییل پرون اعلان وکړ چې پر غزې تړانګه یې حملې د حماس افراطي ډلې د څو مهمو رهبرانو د وژل کېدو سبب شوې دي.

ویل کېږي د حماس د اقتصاد وزیر جواد ابوشمله په هغو کسانو کې شامل دی چې پرون د اسراییل په هوايي حملو کې وژل شوي دي.

حماس ډلې په ۲۰۰۷م کال کې په زوره پر غزې تړانګه ولکه ټینګه کړه او له هغې راهیسې دغه نرۍ سیمه، چې ۴۰ کیلومتره د اسراییل، مصر او مدیترانې سمندرګې ترمنځ غځېدلې، د بالفعلې حاکمې سیمې په توګه عمل کوي.

په غزې تړانګه کې، چې د حماس له خوا اداره کېږي، شاوخوا ۲ میلیونه او درې سوه زره کسان ژوند کوي.

د شنبې په ورځ په دې سیمه کې سخته جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې د حماس جنګیالیو ناببره پر اسراییل حمله وکړه.

اسراییل ژمنه کړې، چې د حماس د دې ناڅاپي حملې غچ به اخلي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG