د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۷

د غزې په نړیدلو ودانیو کې د ژغورنې عملیات؛ نتنیاهو: اوږده او سخته جګړه په مخکې ده


له پرونۍ جګړې وروسته د غزې وضعیت
له پرونۍ جګړې وروسته د غزې وضعیت

په غزه کې نن له نړېدلو ودانیو د مړو د موندنې او د ژوندي پاتې شویو کسانو د ژغورنې هڅې روانې دي.

پر اسراییل د حماس ډلې تر خونړۍ حملې وروسته د اسرایل صدراعظم بنیامین نتنیاهو خبرداری ورکړ، چې یوه اوږده او سخته جګړه په مخکې ده.

د فرانسې خبري اژانس له مخې، په ښارګوټو او لویو لارو کې وسلوالې نښتې داسې وخت زیاتې شوي، چې د اسراییل پوځ د جنوب په کلیوالي ساحو کې خپل لسګونو زره ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.

د دې کار هدف د دغو سیمو خوندیتوب او د اسراییل د برمته شویو وګړو ژغورل ښوول شوي دي.

په همدې حال کې د اسراییل پوځ وايي په سلګونو د دوی په وینا «تروریستان» وژل شوي او په لسګونو نور نیول شوي دي.

د اسراییل د پوځ ویاند برید جنرال دانیل هاګاري (DANIEL HAGARI) په تل ابیب کې نن یوه کنفرانس ته وویل:

"د اسراییل دفاعي ځواکونو ټوله شپه د غزې په شا و خوا کې د ساحو د خوندیتوب لپاره عملیات وکړل، چې تروریستان ووژل او له وسلوالو یې ټولې سیمې ونیولې.د اسراییل دفاعي ځواکونه وتوانېدل په غزه کې د اسراییل خاورې ته د نفوذ ساحې ونیسي. په سلګونو پلي تروریستان وژل شوي، د یرغمل شویو د خوندي کولو لپاره قهرمانانه جګړه روانه ده."

د غزې یوه بله څنډه
د غزې یوه بله څنډه

له پرون راهیسې د جګړې په دواړو غاړو کې په سلګونو کسان وژل شوي او په زرګونو نور ټپیان شوي وو.

حماس ډلې پرون په یوه اعلامیه کې ادعا وکړه، چې څه باندې ۵۰۰۰ توغندي یې د اسراییل پر لوري توغولي او د فرانسې خبري اژانس په وینا، د فلسطین د دې افراطي ډلې په سلګونو جنګیالي له وسایطو او کښتیو په استفاده له پولو اوښتي او اسراییل ته داخل شوي دي.

رویټرز اژانس راپور ورکړی، چې د حماس وسلوالو د سلګونو اسرائیلیانو د وژلو تر څنګ نامعلوم شمېر کسان په غزه کې نیولي دي.

دا تحولات داسې وخت راځي، چې اسراییل د لبنان په جنوب کې د حزب اله ډلې یو هدف هم ویشتلی دی.

د ایران له ملاتړه برخمنې د لبنان حزب اله ډلې پر اسراییل د تازه حملو هرکلی کړی او دا یې د دوی په ټکو د اسراییل د جنایتونو په وړاندې ځوابي حمله بللې ده.

حزب اله ډله چې د اسوشېټېډ پریس اژانس په لیکنه حماس ډلې ته ورته اهداف لري، نن یکشنبه د اسراییل پر درېیو سنګرونو توغندي ویشتلي وو، چې وروسته د اسراییل د پوځ بې پېلوټه الوتکو ځوابي حملې ورباندې وکړې.

رویټرز اژانس راپور ورکړی، چې له تېرې شپې پر غزه د اسراییل په هوايي حملو کې د څه باندې ۳۰۰ فلسطینیانو د وژل کېدو تر څنګ د حماس ډلې ګڼې ودانۍ، سمڅې او کورونه نړېدلي دي.

XS
SM
MD
LG