د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۱

اسراييل او سعودي عربستان د اړيکو د عادي کولو لپاره ګامونه اخلي


د سعودي عربستان او اسراییلو بیرغونه
د سعودي عربستان او اسراییلو بیرغونه

د اسراییل او سعودي عربستان تر منځ د واشنګتن په منځګړیتوب د اړیکو د عادي کیدو هڅې روانې دي.

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو وایي، که له ریاض سره روغه وشي له دې سره به په منځني ختیځ کې وضعیت یو مخ بدل شي.

سعودي عربستان هم هیله ښکاره کړې ده چې ممکن له اسراییل سره یې روابط عادي شي.

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو وایي، هیواد یې د یوه تاریخي پرمختګ په درشل کې دی چې په نتیجه کې به یې له سعودي عربستان سره روغه وکړي.

د ملګرو ملتو عمومي کلنۍ غونډې ته پرون بنیامین نتنیاهو په خپله وینا کې وویل چې د اسراییل او سعودي عربستان ترمنځ سوله به په حقیقت کې د یوه نوي منځني ختیځ د رامنځته کیدو سبب شي.

نوموړي وويل:

" موږ د ډیر ډراماتیک پرمختګ په لور دروموو؛ د اسراییل او سعودي عربستان ترمنځ د تایخي سولې په لور. داسې سوله به د عربو او اسراییل ترمنځ د شخړو له پای ته رسیدو سره ډیره مرسته وکړي، اکثر عربي هیوادونه به وهڅوي چې له اسراییل سره خپل روابط عادي کړي "

د اسراییل صدراعظم، بنيامين نتنياهو
د اسراییل صدراعظم، بنيامين نتنياهو

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو وایي، هیواد یې د یوه تاریخي پرمختګ په درشل کې دی چې په نتیجه کې به یې له سعودي عربستان سره روغه وکړي.

د ملګرو ملتو عمومي کلنۍ غونډې ته پرون بنیامین نتنیاهو په خپله وینا کې وویل چې د اسراییل او سعودي عربستان ترمنځ سوله به په حقیقت کې د یوه نوي منځني ختیځ د رامنځته کیدو سبب شي.

نوموړي وويل:

" موږ د ډیر ډراماتیک پرمختګ په لور دروموو؛ د اسراییل او سعودي عربستان ترمنځ د تایخي سولې په لور. داسې سوله به د عربو او اسراییل ترمنځ د شخړو له پای ته رسیدو سره ډیره مرسته وکړي، اکثر عربي هیوادونه به وهڅوي چې له اسراییل سره خپل روابط عادي کړي " په دې ترڅ کې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان فاکس نیوز ته په مرکه کې ویلي دي چې ورځ په ورځ یې له اسراییل سره اړیکي نژدې کیږي او دا لومړی ځل دی چې واقعي او جدي خبرې روانې دي.

اسراییل درې کاله مخکې د سعودي عربستان له دوو متحدانو او ګاونډیو هیوادو، متحد عربي امارات او بحرین سره د اړیکو د عادي کیدو تړون لاسلیک کړ.

د امریکا متحد ایالتونه په دې لټه کې دي چې د اسراییل او سعودي عربستان ترمنځ داسې تړون لاسلیک شي چې له مخې یې سعودي عربستان د امریکا د دفاعي تړون په بدل کې له اسراییل سره اړیکي عادي کړي او واشنګتن له ریاض سره د ملکي اټومي پروګرام په پراختیا کې مرسته وکړي، همداراز د فلسطیني دولت د جوړیدو په لور پرمختګ وشي.

د اسوشیتد پریس اژانس په باور، هر راز دا ډول موافقه ممکن له خنډونو سره مخامخه شي، ځکه چې ریاض له فلسطینیانو سره د سولې په خاطر فشار راوړي او د نتنیاهو حکومت د اسراییل په تاریخ کې تر ټولو سخت دریځه ښکارې.

XS
SM
MD
LG