د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۸

امریکا پر اسراییل د بریدونو په غبرګون د مدیترانې ختیځ ته جنګي بېړۍ استوي


د اسراییلو یوه څنده کې ځواکونه د حماس ډلې له جنګیالیو سره د نښتې پر مهال
د اسراییلو یوه څنده کې ځواکونه د حماس ډلې له جنګیالیو سره د نښتې پر مهال

امریکا متحده ایالتونو ویلي چې پر اسراییل د حماس د بریدونو په غبرګون د مدیترانې ختیځ ته جنګي بېړۍ استوي.

د امریکا د دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې متحده ایالات به د فلسطیني وسله والې ډلې حماس له خوا د بریدونو په ځواب کې اسراییل ته مهمات او تجهیزات ورکړي او په منځني ختیځ کې به امریکایي ځواکونه لا پسې غښتلي کړي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لویډ آسټین په یوه بیان کې وویل: "د متحده ایالاتو حکومت به سمدستي د اسراییلو دفاعي ځواکونو ته د مهماتو په ګډون اضافي تجهیزات او اکمالات چمتو کړي."

د امریکا د دفاع وزیر دا هم وویل چې د الوتکې وړونکې بېړۍ جیرالډ فورډ او ورسره جنګي بیړۍ ختیځ مدیترانې ته استول شوي او واشنګټن په سیمه کې د خپلو جنګي جټ الوتکو په زیاتولو بوخت دی.

اخوا د امریکا ولسمشر جوبایډن پرون دوه واره د اسراییل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره په ټيلیفون غږېدلی.

د اسراییلو د صدراعظم دفتر اعلان وکړ چې ښاغلي بایډن په دې جګړه کې چې د دوی په خبره پر اسراییل تحمیل شوې، د امریکا پر "غیر مشروط ملاتړ" ټینګار وکړ.

د اسراییلو د متحدو هېوادونو یو شمېر نورو مشرانو له هغې ډلې د جرمني، بریتانیا صدراعظم، او ایټالیا صدراعظمانو او دغه راز د اوکراین جمهور رییس له بنیامین نتنیاهو سره خبرې کړي او له اسراییلو یې خپل ملاتړ اعلان کړی.

خبري اژانسونو له دې ډلې اسوشېټېډ پرېس راپور ورکړی چې د حماس د بریدونو په نتیجه کې د وژل شویو اسرایلیانو شمېر ۷۰۰ ته پورته شوی.

په غزه کې هم د اسراییلو د بمباریو په پایله کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۴۰۰ پورته تللی دی.

په اسراییلو باندې د حماس د توغندیزو بریدونو په غبرګون د دویمې ورځې په مخه هم پرون په غزه د اسراییلو هوايي بمبارۍ روانې وې.

د غزې یوې اوسېدونکې صبرین ابو دقه د اسراییلي ځواکونو په بمبار کې خپل درې بچیان له لاسه ورکړي.

هغې وویل: "زما ماشومان ووژل شول. خالد شهید شو، قيس شهید شو، مريم شهیده شوه، اصف ورک شو. کله چې دوی زه له خټو را وایستلم، ما ولیدل چې هرڅه خراب شوي، کورونه ویجاړ شوي. بیا مې روغتون کې سترګې پرانیستې، ومې لیدل چې هرڅوک ژوبل دي، زموږ ډېر کسان مړه او ټپیان شوي."

حماس د شنبې په ورځ په اسراییلو باندې زرګونه توغندي وویشتل.

ورسره هممهاله د حماس جنګیالي ګڼو سیمو ته ورننوتلي وو.

د راپورونو له مخې د حماس جنګیالیو د وسله والو شخړو تر څنګ یو شمېر اسراییلیان چې په‌کې ښځې هم شاملې دي له ځانه سره وړي.

له دې ډلې یوه هم نوا ارګاماني ده.

د نوا پلار په ژړغوني غږ تلوېزیوني مرکه کې ویلي چې وسله والو یې لور تښتولې او دی بې وسه دی.

هغه زیاته کړه: 'زه څه ویلی شم؟ ټول عمر مې د هغې محافظت کړی. خوښي مې ورکړې او مینه مې ورکړې. اوس حتی ځان ته تسلي هم نه شم ورکولی. ما هغې ته هېڅ هم ونه شو ویلی."

د حماس اړوند یوې وسله والې ډلې مشر زیاد ناخالې ویلي چې تر دېرشو اسراییلیان يې یرغمل نیولي او تر هغو یې نه خوشې کوي چې اسراییل، فلسطیني بندیان نه وي راخوشې کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG