د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۳

غزه کې د جګړې اوومه ورځ؛ د اسراییلو پوځ پلي عملیات پکې پیل کړي


یو شمېر اسراییلي ځواکونه په غزه کې
یو شمېر اسراییلي ځواکونه په غزه کې

د اسراییل پوځ پر غزې پلي عملیات پیل کړي دي، چې له دې سره دا جګړه د اوو ورځو له تیریدو وروسته نوې مرحلې ته داخله شوه.

اسراییلي ځواکونو د هوا او مځکې له لارې تیره شپه پر غزه برید وکړ.

تل ابیب پرون د غزې ښار استوګنو او هلته د ملګرو ملتو کارکوونکو ته خبرداری ورکړی و چې د جمعې د شپې تر اتو بجو سیمه پریږدي.

تر دې حملې مخکې اسراییل د غزې تړانګې له پولو سره شاوخوا درې لکه پوځيان ځای پرځای کړي وو.

رویټرز اژانس ته د اسراییل د پوځ یوه ویاند وویل، ځواکونه یې په پيل کې د ټانکونو او زغروه وال ګاډو په مرسته هڅه کوي چې هغه ځایونه پيدا او له منځه یوسي چې حماس له هغو ځایونو پر اسراییل د توغندیو ډزې کوي، له هغه وروسته به د دې لټه وکړي چې برمته شوي کسان پيدا کړي.

حماس ډلې د تیرې شنبې د برید پرمهال شاوخوا یو نیم سل اسراییلیان برمته کي دي او له ځانونو سره یې غزې ته وړې دي.

په غزه کې دوه اعشاریه درې میلیونه خلک ژوند کوي، خو د تیرې یوې اونۍ په ترڅ کې په سلګونو زرو کسانو د دې تړانګې جنوبي سیمو ته مخه کړې ده او لاهم خلک له دې سیمې د وتلو په حال کې دي.

بل لور ته د فلسطیني ادارې د مشر محمود عباس نیوکې پیل شوې دي، دی په تیرو څو ورځو کې غلی و. عباس د جمعې په ورځ د امریکا د متحد ایالتونو له بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکین سره وکتل خو د دې خبرو جزییات نه دې خپاره شوي.

په غزه کې د وروستیو جګړو نښې
په غزه کې د وروستیو جګړو نښې

بلینکین د پنجشنبې په ورځ اسراییل ته ورسید، هلته یې له صدراعظم بنیایمن نتیاهو سره وکتل او هغه ته یې ډاډ ورکړ چې واشنګتن د اسراییل هر ډول ملاتړ ته چمتو دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پرون قطر ته ولاړ او هلته یې د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثانی سره وکتل.

بل لور ته د امریکا دفاع وزیر پرون اسراییل ته ولاړ او د اسراییل له دفاع وزیر یواف ګالانت سره یې د خبرې غونډې پرمهال له اسراییل سره د پوځي مرستو ژمنه وکړه او ویې ویل:

" موږ له خپلو سیمه ییزو شریکانو سره له نژدې په تماس کې یوو. د امریکا د دفاع وزارت نظامي مرستې اسراییل ته په رسیدو دي، په دې مرستو کې مهمات، د هوایي دفاع د پیاوړي کولو وسایل او نور وسایط او تجهیزات پکې شته. "

یوشمیر کتونکي په دې باور دي چې په غزه کې مځکني عملیات پیچلي دي او وخت غواړي، ځکه چې یو خو دا ښار وړوکی دی.

بله خبره دا ده چې هلته حماس ډلې تر مځکې لاندې تونلونه جوړ کړې دي او ښایي سخت مقاومت وکړي.

XS
SM
MD
LG