د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۴

په لندن او د برېتانیا څو نورو ښارونو کې زرګونه تنو د فلسطینیانو په ملاتړ لاریونونه وکړل


د لاریونونو یوه څنده
د لاریونونو یوه څنده

د برېتانیا په پلازمېنه لندن او همداراز په مانچسټر، ادینبرا او نورو ښارونو کې پرون د فلسطینیانو په پلوي په داسې حال کې مظاهرې وشوې چې په شاوخوا کې یې د پولیسو پراخ حضور محسوس و.

په لندن کې معترضان لومړی د بي بي سي د ودانۍ مخې ته راټول شول او وروسته یې ماسپښين مهال د صدراعظم ریشي سوناک د دفتر مخې ته غونډه وکړه.

ځینو معترضانو د فلسطین بیرغونه او هغه شعارونه لېږدول چې پرې لیکلي وو، د فسلطین لپاره آزادي، قتل عام پای ته ورسوئ او پر اسراییل بندیزونه ولګوئ.

دوی صدراعظم سوناک ته هم د شرم- شرم نارې وهلې.

د الاقصی د ملګرو د کمپاین مشر اسماعیل پاتل فرانسپرس خبري آژانس ته وویل چې نه یوازې د برېتانیا؛ بلکې د ټولې نړۍ عادل خلک باید د روان حالت د پای ته رسولو لپاره پاڅېږي او که داسې ونه شي نو د هغه په وینا په راتلونو ورځو کې به یو ناورین رامنځ ته شي.

د فلسطینیانو په پلوۍ په برېتانیا او د افغانستان او ایران په ګډون دا مظاهرې داسې مهال جوړېږی چې اسراییلو د حماس ډلې د ځواک د ختمولو لپاره خپلې جګړې ته زور ورکړی او په وروستیو څو ورځو کې یې د غزې په تړانګه کې هوايي حملې کړي او د هغو ځمکنیو عملیاتو په درشل کې چې تمه ده په سیمه کې یې ترسره کړي لسګونه زره سرتېري یې غزې ته نژدې تیارسۍ کړي دي.

اسراییلي ځواکونه د غزې پر لور د حرکت په حال کې
اسراییلي ځواکونه د غزې پر لور د حرکت په حال کې

حماس ډله په برېتانیا کې د تروریستي ډلې په توګه پېژندل کېږي او د دې هېواد د قوانینو له مخې د حماس غړي یا هغوی چې نور کسان په دې ډله کې غړیتوب ته رابولي تر پنځلسو کلونو پورې په حبس محکومېدای شي.

معترضانو ویل چې د غزې خلک بېګناه دي او اسراییل اجازه نه لري چې دوی په دې خاطر چې فلسطینیان دي قتل عام کړي.

اسراییل ټینګار کوی چې په غزه او د فلسطیني قلمرو په نورو سیمو کې ملکي وګړي په عمدي ډول نه په نښه کوي، خو د اپوزیسیون کارګر ګوند پخواني مشر جیرمي کوربین Jeremy Corbyn چې اوس مهال د پارلمان خپلواک غړی دی په لندن کې په پروني لاریون کې د وینا پرمهال وویل چې که څوک په نړیوال قوانینو او بشري حقونو باور لري نو باید هغه څه چې د اسراییلو پوځ یې په غزه کې کوي، وغندي.

XS
SM
MD
LG