د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۹

د اسراییلو او حماس د جګړې لسمه ورځ او بې پایلې سیاسي هڅې؛ ولسمشر بایډن ممکن سیمې ته لاړشي


د غزې تازه حال
د غزې تازه حال

د اسراییل او حماس د جګړې نن لسمه ورځ ده او تراوسه د دغې جګړې مخنیوي ته سیاسي هڅو پایله نه ده ورکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن چې څلور ورځې مخکې اسرایل ته تللی و، شپږو عربي هېوادونو ته له سفر وروسته نن دوشنبه بیرته د اسراییل تل ابیب ښار ته رسیدلی دی.

دغه عربي هېوادونه چې بلینکن ورغلی، اردون، فلسطین، سعودي عربستان، قطر، بحرین او متحده عربي امارات یاد شوي دي.

نړیوالو اژانسونو لیکلي چې د عربي هېوادونو مشرانو په غزه کې روان وضعیت د اندیښنې وړ بللی او د اسراییلو د عملیاتو پر مهال یې د ملکیانو په خوندیتوب ټینګار کړی دی.

اسوشیتید پریس خبري اژانس لیکلي چې بلینکن د دغه سفر پر مهال د حماس په وړاندې د مخالفت ډېر غږونه اوریدلي، خو په ورته وخت کې نوموړی د فلسطینیانو زړه بوږنونکي حالت ته اندېښمن دی.

بلینکن اسراییلو ته د سفر پر مهالؤ اسراییل ته د خپل هېواد د ملاتړ ډاډ ورکړی.

په همدې حال کې سپینې ماڼۍ اسراییلو ته د ولسمشر جوبایډن د احتمالي سفر یادونه هم کړې ده.

سپینې ماڼۍ اسراییلو ته د ولسمشر جوبایډن د احتمالي سفر یادونه کړې ده.
سپینې ماڼۍ اسراییلو ته د ولسمشر جوبایډن د احتمالي سفر یادونه کړې ده.

اسراییل وروسته تر هغه له حماس سره د جګړې اعلان وکړ چې په غزه کې حاکمو دغو وسله والو د اکتوبر په ۷مه نېټه پر اسراییلو زرګونه توغندي وتوغول او د اسرایلیو په سرحد ور واوښتل.

د حماس په دغې بې سارې جګړه کې د وژل شویو اسرایلیانو شمېر ۱۴۰۰ ته رسیدلی دی.

اسراییل له همغې ورځې را په دې خوا پر غزې تړانګې درنې بمبارۍ پیل کړي چې تراوسه په کې ۲۷۵۰ تنه فلسطینیان چې اکثره یې ملکیان دي، وژل شوي دي.

د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي چې د اسراییل په جګړه کې ۹۷۰۰ تنه ټپیان شوي هم دي.

د غزې شاوخوا نیمایي اوسیدونکو چې شمېر یې له یو میلیونو اوړي، خپلې سیمې پریښي او مرسته کوونکو ادارو هلته بشري وضعیت نازک بللی دی.

اسوشیتید پریس خبري اژانس لیکلي چې اسراییلي پوځیان د امریکا د جنګي بېړیو په مرسته د غزې تراړې په اوږدو کې ځای پر ځای شوي او د حماس ډلې د له منځه وړلو لپاره په تمریناتو بوخت دي.

XS
SM
MD
LG