د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۵

د اروپايي ټولنې مشران د منځني ختیځ د وضعیت په اړه بېړنۍ غونډه کوي


په بروکسل کې د اروپايي ټولنې مرکزي دفتر
په بروکسل کې د اروپايي ټولنې مرکزي دفتر

د اروپايي ټولنې مشران نن د منځني ختیځ د وضعیت په اړه بېړنۍ غونډه کوي.

د منځني ختیځ په اړه د اروپايي ټولنې بېړنۍ غونډه د ویډیو کنفرانس له لارې دایرېږي چې په کې به د دې ټولنې د دریځ د روښانولو هڅې وشي.

په ټولنیزو شبکو کې د یو لړ پیغامونو خپرېدو، اعلامیو او منځني ختیځ ته د دې ټولنې د چارواکو سفر د روانې جګړې پر مهال د دې ټولنې د دریځ په اړه شکونه پیدا کړي دي.

پر اسراییلو د حماس له بریدونو راهیسې په اسراییل او غزه کې د وژل شویو کسانو شمېر له څلورو زرو تنو اوښتی او نږدې دوه سوه اسراییلیان لا هم د حماس له خوا یرغمل دي.

په ټوله اروپا کې د دواړو غاړو په ملاتړ لاریونونه شوي او د ځینو مخه هم نیول شوې.

د اروپايي شورا رییس چارلس میشل د دوشنبې په ورځ وویل چې دا شخړه کېدای شي پر اروپايي ټولنه یو لوی امنیتي تاثیر ولري.

میشل زیاته کړه: "دا شخړه ډېر عواقب لري چې پر موږ په اروپايي ټولنه کې هم تاثیر کوي. له همدې امله ما پرېکړه وکړه چې د اروپایي شورا بېړنۍ غونډه ترسره کړم."

د اروپايي شورا رییس چارلس میشل
د اروپايي شورا رییس چارلس میشل

د اروپا د شورا مشر په منځني ختیځ کې د باثباته سولې د ترلاسه کولو لپاره د دوو دولتونو د تاسیس په حل لارې ټینګار وکړ.

د اروپايي ټولنې دې غونډه کې به د ملکي وګړو سره پر مرستې او د سیمې له نورو هېوادونو سره د کړکېچ د خپرېدو د مخنیوي په برخه کې پر کار هم تمرکز وشي.

تېره اوونۍ فرانسې د فلسطین په پلوي پر مظاهرو بندیز ولګاوه، خو په غبرګون یې د راپورونو په اساس یهود ضد فعالیتونه زیات شول.

د امریکا متحده ایالات او اروپايي ټولنه د حماس وسله‌وال ډله تروریستي سازمان ګڼي.

د پاریس د لوور میوزیم او د ویرسیل ماڼۍ د بمي ګواښ د ترلاسه کولو وروسته د وزارت کارمندانو څخه خالي شوه.

د فرانسې حکومت وروسته له هغه د هېواد په بېلابېلو برخو کې د امنیتي تدابیرو د زیاتولو لپاره اووه زره نور سرتېري ګمارلي په یوه ښوونځي کې یوه زده کوونکي خپل ښوونکی په چړې وواهه.

ګمان کېږي چې دا برید یوه تُندلاري مسلمان شاګرد کړی وي.

جرمني هم خپل امنیتي تدابیر سخت کړي دي.

برلین له اسراییلو سره د پوځي مرستو ژمنه کړې او ویلي یې دي چې د حماس ډلې د پلویانو د مظاهرو مخه به نیسي.

د جرمني صدراعظمې اولاف شولز د اسراییلو د امنیت په هکله د جرمني پر تاریخي مسوولیت ټینګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې راپورونه وايي، د غزې په تړانګه کې د اسراییلي ځواکونو د احتمالي ځمکني برید له وېرې تر یو میلیون ډېرو خلکو خپل کورونه پرېښي دي.

ملګرو ملتونو ویلي چې په غزه کې اوبه او خواړه په خلاصېدو دي او د برښنا او سرپناه نشتوالی د دې سیمې خلک له یوه بشري ناورین سره مخ کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG