د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۹

د اسراییلو لخوا د غزې د کلابندۍ دوام؛ ولسمشر بایډن اسراییل او اردن ته سفر کوي


د غزې تازه وضعیت
د غزې تازه وضعیت

داسې مهال چې د اسراییلو له خوا د غزې د تړانګې کلابندي دوام لري، په پام کې ده چې د امریکا ولسمشر جوبایډن سبا (د اکتوبر ۱۸مه) اسراییل او اردن ته سفر وکړي.

په داسې حال کې چې دا وېره په زیاتېدو دي چې د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ روان کړکېچ ټول منځني ختیځ ته خپور نه شي، ښاغلی بایډن به له اسراییلي او عرب مشرانو سره وګوري.

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر انتوني بلینکین وروسته له هغه سیمې ته د بایډن سفر اعلان کړ چې د غزې په تړانګه کې د بشري وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوي او د اسراییل پوځ په دې سیمه کې چې مساحت یې ۳۶۵ مربع کیلومترو ته رسېږي، د ځمکنیو عملیاتو لپاره تیاري نیسي.

د غزې پر تړانګه د اسراییلو هوايي حملې چې د اکتوبر په اوومه پر اسراییلو د حماس ډلې له خونړي برید وروسته پیل شوې دي نن هم روانې وې. اسراییلو د غزې تړانګه کلابنده کړې او پرله پسې بمباري پرې کوي.

د حماس د وسله والو په برید کې شاوخوا ۱۴۰۰ کسان چې ډېری ملکي وګړي وو ووژل شول، لسګونه اسراییلیان او د نورو هېوادونو وګړي برمته شول او د وسله والو له خوا غزې ته ولېږدول شول. د اسراییلو په ځوابي حملو کې هم تردې دمه نژدې ۲۸۰۰ فلسطینیان وژل شوي او شاوخوا ۹۷۰۰ نور ټپیان دي.

د غزې جګړه ځپلي
د غزې جګړه ځپلي

د غزې خلک وايي ددې تړانګې پر جنوبي ښارونو رفح او خان یونس د اسراییلي پوځ د درنو بمباریو په نتیجه کې ټپي شوي کسان روغتونونو ته رسول شوي. د حماس یوه چارواکي او د غزې د روغتیا پخواني وزیر بسیم نعیم ویلي دي چې په رفح کې ۲۷ کسان او په خان یونس کې ۳۰ کسان وژل شوي دي.

په سیمه کې د اسوشیتیدپریس خبریال وايي، نن سهار یې د خان یونس نصیر روغتون ته په سپینو کفنونو کې د شاوخوا ۵۰ مړیو رسیدل ولیدل.

بل خوا په غزه کې د اوربند د ټینګولو او د مرستو د کاروانونو پرمخ د سرحد د پرانیستو هڅې روانې دي. پرون داسې ښکاریدل چې په دې اړه موافقه شوې ده خو اسراییلو د رفح په سرحد کې د اوربند راپورونه رد کړل.

خیریه ټولنو خبرداری ورکړی چې د غزې تړانګه له بشپړ سقوط سره مخامخ ده، ځکه نژدې ده چې د روغتونونو بریښنا بنده او په نتیجه کې د زرګونه ټپیانو ژوند له خطر سره مخامخ شي.

خیریه ټولنې وايي چې سلګونه زرګونه کسان په خوړو او اوبو پسې سرګردانه دي. اسراییلي او امریکايي چارواکو د حماس ډلې برید په دوهمه نړیواله جګړه کې د یهودانو له ډله ایزې وژنې وروسته پر یهود ټبر تر ټولو خونړۍ حمله بللې ده.

XS
SM
MD
LG