د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۴

بایډن د اسراییل چارواکو ته د پیوستون او ملاتړ ژمنه ورکړه


د عکس ښي لور ته د اسراییل صدر اعظم بنیامین نتنیاهو او چپ لور ته د امریکا ولسمشر جوبایډن
د عکس ښي لور ته د اسراییل صدر اعظم بنیامین نتنیاهو او چپ لور ته د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا ولسمشر جوبایډن د چهارشنبې په ورځ اسراییل ته د خپل سفر په ترڅ کې د هغه هېواد چارواکو ته د پیوستون او ملاتړ ژمنه ورکړه.

د امریکا ولسمشر جوبایډن اسراییل ته د خپل سفر پر مهال په غزه کې پر یوه روغتون شوی خونړی برید د اسراییل د دښمنانو کار وباله.

د رویټرز خبري اژانس په وینا پر الاهلي العربي روغتون شوي برید کې چې د جوبایډن پر سفر یې هم سیوری غوړلی و، ۴۷۱ تنه وژل شوي دي.

اژانس لیکلي چې بایډن د اسراییل دویم لوی ښار تل‌ابیب ته د خپل پروني سفر پر مهال د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو او د هغه د کابینې پوځي چارواکو ته د پیوستون ژمنه ورکړه.

اسوشېټېډپرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې پر همدې روغتون د برید له کبله اردون له عربي مشرانو سره د جوبایډن پلان شوې غونډه لغوه کړې ده، ځکه د فلسطین په ګډون د عربي هېوادونو یو شمېر مشران پر روغتون برید د اسراییل د پوځ کار بولي.

په غزه کې پر الاهلي العربي روغتون د شوي برید له کبله ۴۷۱ کسان وژل شوي دي.
په غزه کې پر الاهلي العربي روغتون د شوي برید له کبله ۴۷۱ کسان وژل شوي دي.

ټاکل شوې وه چې د بایډن او عربي مشرانو دغه غونډه د اردون په پلازمېنه عمان کې ترسره شي.

د اردن د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دوی به هغه وخت دغه غونډه بیا جوړه کړي چې پوه شي ګډونوال یې په واقعي توګه د اسراییل او حماس جګړه درولی شي.

سپینې ماڼۍ هم تل‌ابیب ته د بایډن تر سفر مخکې تایید کړه چې نوموړی به منځني ختیځ ته د سفر پر مهال یوازې له اسراییلي چارواکو سره ګوري.

د بایډن تر سفر مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن منځني ختیځ ته د سفر پر مهال دوه ځله له اسراییلي چارواکو سره لیده کاته درلودل او شپږو عربي هېوادونو له مشرانو سره یې وکتل.

د اسراییلو او حماس جګړه وروسته تر هغه پیل شوه چې حماس د اکټوبر په ۷مه نېټه په یوه ناببره او غلچکي برید کې پر اسراییلو زرګونه توغندي وتوغول او ګڼ شمېر جنګیالي یې د اسراییل پر پوله هغه هېواد ته ور واوښتل.

د حماس په دغې جګړه کې د ۱۴۰۰ اسرایلیانو د وژلو پخلی شوی دی.

اسراییلي چارواکو ویلي چې حماس وسله‌والو اسراییلو ته له ننوتلو وروسته ۱۹۹ اسراییلیان له ځان سره غزې ته برمته بیولي دي.

د دغه برید په غچ کې اسراییلي پوځ پر غزې تړانګه بمبارۍ پيل کړې چې شاوخوا درې زره فلسطینیان په کې وژل شوي او له یو میلیونو څخه ډېر له غزې کډوال شوي دي.

مرستندویه ډلو د غزې پر بشري وضعیت اندېښنه ښودلې او ویلې یې دي چې د اسراییلي پوځیانو ځمکنې عملیات ممکن د مرستو رسونې چارې له ستونزو او خنډونو سره مخامخ کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG