د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۲

اسراییل له جګړې وروسته د غزې ټول امنیتي مسوولیت پر غاړه اخلي


د اسراییلو بریدونو کې د غزې یوه ویجاړه شوې څڼده
د اسراییلو بریدونو کې د غزې یوه ویجاړه شوې څڼده

د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو وایي، دغه هېواد به له جګړې وروسته د غزې ټول امنیتي مسوولیت پر غاړه واخلي.

فرانس پرېس خبري اژانس د نتنیاهو په حواله راپور ورکړی چې ویلې یې دي، د برمته شویو اسراییلیانو له خوشې کېدو پرته به هېڅ ډول عمومي اوربند ونه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش وایي، غزه د ماشومانو په هدیرې د بدلېدو په حال کې ده.

د رویټرز خبري اژانس په وینا، ګوټېرېش د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته ویلي چې د اسراییلو په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې ملکیان، روغتونونه، د کډوالو پنډغالي، جوماتونه، کلیساوې او د ملګرو ملتونو ادارې هدف ګرځول کېږي.

هغه زیاته کړې چې هیڅوک خوندي نه دي.

د ګوټېرېش په وینا، حماس او نور وسله‌وال له ملکیانو نه د سپر په توګه کار اخلي او اسراییلو خواته توغندي توغوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په غزه کې د بېړني اوربند او د حماس له خوا د برمته شویو اسراییلیانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

وروسته تر دې چې حماس وسله والو یوه میاشت وړاندې پر اسراییلو په برید سره ۱۴۰۰ کسان ووژل او له دوو سوو زیات نور یې برمته کړل، اسراییلو پر غزې بریدونه پیل کړل.

په غزه کې روغتیایي چارواکي وایي چې د اسراییلو په بریدونو کې تراوسه له لس زرو ډېر کسان وژل شوي چې څه باندې څلور زره یې ماشومان دي.

بل لورته ملګري ملتونه وايي چې د دې سازمان د مرستندویو موسسو ۸۸ تنه کارکوونکي د اسراییلو او حماس ترمنځ په جګړه کې وژل شوي دي.

د ماشومانو لپاره د مرستې د صندوق یا یونېسف او د روغتیا د نړیوال سازمان په ګډون د ملګرو ملتونو د ۱۸ ادارو مشرانو په یوه بې‌سارې ګډه اعلامیه کې ویلي چې تقریباً له یوې میاشتې راهیسې نړیوال، په اسراییل او د فلسطینیانو په اشغال شوي قلمرو کې د وضعیت بدلون او انساني تلفاتو ته په وحشت او وېرې سره ګوري.

په بیان کې راغلي چې د اکټوبر په اوومه پر اسراییلو د حماس ډلې له برید او په ځواب کې یې د غزې پر تړانګه د اسراییلو له بمباریو وروسته د ملګرو ملتونو د ۸۸ کارکوونکو په ګډون د مرستندویو ټولنو لسګونه کارکوونکي وژل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG