د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۶

د کاتولیکو عیسویانو مشر د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند غوښتنه وکړه


پر غزې د اسراییلو له لوري د هوايي بریدونو یو انځور
پر غزې د اسراییلو له لوري د هوايي بریدونو یو انځور

د کاتولیکو عیسویانو مشر پاپ فرانسس د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند غوښتنه وکړه.

د اسراییلو او حماس د تازه پيل شوې خونړۍ جګړې سبا یوه میاشت پوره کېږي، خو د اسراییلو له خوا لا هم پر غزې تړانګه بریدونه دوام لري او د تاوتریخوالي د کمېدو څرک نه ترسترګو کېږي.

د کاتولیکو عیسویانو مشر پاپ فرانسس پرون یکشنبه په واتیکان کې د خپلې اونیزې وینا پر مهال غوښتنه وکړه چې د ټپیانو د ژغورنې او بشري مرستو په خاطر باید جګړه مهار او اوربند وشي.

هغه زیاته کړه: "زه لا هم د فلسطین او اسراییل د نازک حالت په اړه په فکر کولو بوخت یم. هلته ګڼ شمېر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. زه له تاسو غوښتنه کوم، لطفاً د خدای لپاره جګړه ودروئ او اوربند اعلان کړئ."

د کاتولیکو عیسویانو مشر پاپ فرانسس
د کاتولیکو عیسویانو مشر پاپ فرانسس

پاپ فرانسس په غزه کې بشري وضعیت نازک یاد کړ او د برمته شویو اسراییلیانو چې په خبره یې ماشومان هم په کې دي، د سملاسي خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

اسراییلو د تېرې اکټوبر میاشتې په ۷مه نېټه وروسته تر هغې پر غزې تړانګه بریدونه پيل کړل چې حماس وسله‌والو پر اسراییلو په یوه غلچکي برید کې زرګونه توغندي وتوغول او د هغوی خاورې ته په اوښتو یې له دوو سوو زیات اسراییلیان برمته کړل.

د حماس په بریدونو کې د ۱۴۰۰ اسرایلیانو د وژنې راپور ورکړل شوی، خو اسوشېټېدپرېس خبري اژانس پرون د غزې د عامې روغتیا وزارت په حواله ویلي چې د اسراییلو په بریدونو کې تراوسه ۹۷۰۰ فلسطینیان وژل شوي دي.

پرون هم اسراییلي ځواکونو په غزه کې د کډوالو پر دوو پنډغالو بریدونه وکړل چې لسګونه کسان یې ووژل.

د نړۍ نورو مشرانو او سیاستوالو هم د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند غوښتنه کړې، خو اسوشېټېدپرېس خبري اژانس د اسراییلو د صدر اعظم بنیامین نتنیاهو په حواله ویلي، تر هغو چې د دوی ټول برمته شوي کسان ازاد نه شي، د اوربند امکان نه شته.

په همدې حال کې له غزې مصر ته د ټپيانو او بهرنیو اتباعو د د تخلیې عملیات له شنبې ورځې راهیسې ځنډېدلي دي.

د دغو عملیاتو په ترڅ کې تراوسه له ۱۱ سوو زیات کسان د رفح بندر له لارې مصر ته اوښتي دي.

د تخلیې دغه موافقه د اسراییلو، حماس او مصر ترمنځ د قطر په منځګړیتوب شوې چې د رویټرز خبري اژانس په وینا د شنبې په ورځ پر یوه امبولانس له برید وروسته درول شوې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG