د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۴

د غزې په ډېری اوسېدونکو د خوړو او څښاک اوبو رسولو لارې بندې شوي


د روانو جګړو له کبله د غزې یوه ویجاړه شوې سیمه
د روانو جګړو له کبله د غزې یوه ویجاړه شوې سیمه

په فلسطینیانو کې چې تر ډېره ورباندې د خوړو او څښاک اوبو رسولو لارې بندې شوي، پرون نهیلي په زیاتېدو وه.

په داسې حال کې چې پر فلسطینیانو د خوړو او څښاک اوبو د رسولو زیاتې لارې بندې دي، پرون په دوی کې مایوسي په پراخېدو وه.

یوه اوونۍ وروسته له هغې چې اسراییل خپل عملیات د غزې د جنوب نیمايي برخو ته وغځول، ملګرو ملتونو ویلي، په غزه کې هېڅ خوندي سیمه پاتې نه ده.

د غزې د جنوب په خان یونس او شاوخوا سیمو کې د سختې جګړې له کبله په لسګونو زره کسان له خپلو مېنو کډې کولو ته اړ شوي چې پر ډېرو یې د خوړو او څښاک اوبو رسولو لارې بندې شوې دي.

د دې ساحې څه باندې ۸۰ فیصده وګړي له مخکې له خپلو کورونو، نورو سیمو ته کډه شوي دي.

ابراهیم النجار چې له غزې ښار دیرالبلح سیمې ته کډه شوی اسوشېټېډپرېس خبري اژانس ته ویلي، د زړه د ناروغۍ لپاره ځانګړي درمل هم نه ورپیدا کېږي.

هغه زیاتوي: "تراوسه تقریباً اتو درملتونونو ته ورغلی یم، د زړه لپاره یو ډول خاص درمل مې په کار و، چې نه مي دي پیدا کړي. په لومړیو کې چې دلته راغلو، دا درمل پیدا کېدل، ما زیات نه رانیول، یوازې مې یو پاکټ رانیول. کله چې د دوا پاکټ په تمامېدو شو، صحي وضعیت مو هم ورسره خراب شو. د خلکو د شمېر د زیاتوالي له کبله سخته قحطي هم په پراخېدو ده. یو علت یې له شمال په ځانګړي ډول دیرالبلح ته د ډېرو خلکو راتګ دی."

د حماس افراطي ډلې تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت پرون ویلي چې د اکټوبر میاشتې له اوومې د اسراییل په حملو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۱۷زره ۲۰۰ ته رسېدلی، خو مشخصه شوې نه ده چې په دې منځ کې څو تنه یې ملکیان او څو نور د حماس ډلې اړوند کسان دي.

بلخوا د حماس سخت دریځې ډلې پوځي څانګې نن جمعه ویلي، چې د اسراییل د یوه یرغمل شوي کس د خلاصون لپاره یې د اسراییل د ځانګړو ځواکونو د ژغورنې عملیات یې شنډ کړي دي.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه، د حماس افراطي ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.

د حماس سخت دریځې ډلې دغې څانګې ویلي، په غزې تړانګه کې یې په نښته کې ګڼو پوځیانو ته مرګ‌ژوبله اړولې او یرغمل شوی کس هم په دې پېښه کې وژل شوی دی.

د اسراییل پوځ په دې باب تبصره نه ده کړې.

د اسراییل پوځ نن جمعه ویلي، له کله چې یې د اکټوبر پر ۲۰مه ځمکني عملیات پیل کړي، تراوسه یې ۹۲ سرتېري په غزه کې د جګړې پر مهال وژل شوي دي.

حماس افراطي ډلې د اکټوبر میاشتې پر اوومه پر اسراییل په حملې سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۴۰ کسان یرغمل کړل.

د حماس سخت دریځې ډلې تر دغه اقدام وروسته اسراییل پر غزه هوايي او ځمکني پوځي عملیات پیل کړل.

د لنډمهاله اوربند پر مهال چې ۷ ورځې یې دوام وکړ، حماس افراطي ډلې د فلسطیني بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې، ځینې یرغمل شوي کسان خوشې کړل.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG