د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۱

د غزې جګړه کې اسراییلي ځواکونو ته تر ټولو خونړۍ ورځ!


په غزه کې یو شمېر اسراییلي ځواکونه
په غزه کې یو شمېر اسراییلي ځواکونه

په غزه کې د اسراییلي ځواکونو د عملیاتو له پيله چې څه باندې دوې میاشتې پرې اوښتې دي، دا د تلفاتو تر ټولو لوړه شمیره ده چې نهه اسراییلي سرتېري یوځای وژل کېږي.

رویټرز اژانس د اسراییلي ځواکونو په وینا راپور ورکړ چې دا سرتېري پرون په غزه کې د یوه کمین په ترڅ کې ووژل شول.

د غزې په تړانګه کې د اسراییلي پلیو ځواکونو او هوایي قواوو عملیات د حماس پرضد چې د امریکا متحد ایالتونه او اروپایي ټولنه دا ډله د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني، روان دي.

اسراییل وایي چې د حماس ډلې د قوماندې مرکز چې د غزې په شمال کې و، مات شوی دی.

جګړې د غزې استوګن له ګڼو ستونزو سره مخ کړي
جګړې د غزې استوګن له ګڼو ستونزو سره مخ کړي

پر غزه اسراییلي ځواکونو وروسته تر هغې برید وکړ چې د اکتوبر په اوومه حماس شاوخوا دولس سوه کسان د اسراییل دننه ووژل او په لسګونو کسان یې له ځان سره برمته کړل او غزې ته یې یوړل.

په غزه کې د حماس تر واک لاندې روغتیا وزارت وایي چې تر اوسه تر اتلس زره شپږ سوه ډېر فلسطنیان په غزه کې وژل شوي دي.

د غزې تړانګه په بشپړه توګه محاصره ده او هلته د خوراکي موادو سخت کمی دی، دارو درمل هم په خلاصیدو دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتو د عالي کمېشنرۍ مسوول فلیپو ګراندي پرون ( د ډسمبر دیارلسمه) یوې خبرې غونډې ته وویل چې په غزه کې د اړمنو کسانو لپاره په سلګونو میلیونو ډالرو ته اړتیا ده.

هغه زیاته کړه:

" اکثره بشري موسسې له سختو مالي ننګونو سره مخامخ دي. یوازې یو این ایچ سي ار د سږکال تر اخره څلور سوه میلیونه ډالر کمبود لري. داسې کمبود مو په کلونو کلونو کې نه و تجربه کړی، د همدې لپاره راروان دوه زره څلرویشتم ته هم ډېره اندېښنه لرو"

د غزې یو شمېر نور جګړه ځپلي
د غزې یو شمېر نور جګړه ځپلي

د رویټرز اژانس د راپور له مخې، اسراییل د غزې تړانګې پنځه اتیا په سلو کې خلک له خپلو اصلي ځایونو څخه بې ځایه کړې دي.

اسراییل وایي، دوی به جګړې ته به د نړیوالو له ملاتړ پرته دوام ورکړي.

که څه هم د ملګرو ملتو اکثرو غړیو په غزه کې د اوربند غیر الزامي پرېکړه لیک تصویب کړ، خو لاهم هلته جګړې روانې دي او د اوربند څرک نه لیدل کېږي.

د اوس لپاره د غزې پر رفح او خان یونس د اسراییل بمبارۍ او بریدونه روان دي چې له امله یې خلک له بد وضعیت سره مخامخ شوې دي او نه پوهېږي نن چېرته ولاړ شي او سبا چېرته کډه په شا کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG