د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

د امریکا ولسمشر: د ملکیانو د بمبارۍ له امله اسراییل له ډیپلوماتیکې انزوا سره مخامخ دی


د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشرجوبایډن
د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشرجوبایډن

په داسې حال کې چې ملګرو ملتونو په غزه کې په بشري دلایلو د سمدستي اوربند غوښتنه کړې، د اسراییل د اوږدې مودې د متحد هېواد ( امریکا متحدو ایالتونو) ولسمشرجوبایډن ویلي چې پرملکیانو بمبارۍ چې هغه ړندې یا بې توپیره بللې د حماس پهر وړاندې له روانې جګړې نړیوال ملاتړ ته زیان رسولی او اسراییل په زیاتیدونکي ډول له ډیپلوماتیک انزوا سره مخامخ شوی دی.

امریکا او اروپایي ټولنه حماس ترهګره ډله ګڼي.

د رویترز خبري آژانس د راپورله مخې، په غزه کې د بشري بحران د پراخیدو په اړه د ملګرو ملتونو د چارواکو له جدي خبرداریو وروسته د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې چې ۱۹۳ غړي لري، پرون سې شنبې هغه پریکړه لیک تصویب کړچې په غزه کې د اوربند غوښتنه کوي.

د دې اسامبلې درې پرڅلورمه، یعنې ۱۵۳غړیو یې دغه پریکړه لیک ته مثبتې رایې ورکړې او ۲۳ هېوادونو له رایې ورکولو ډډه وکړه.

متحدو ایالتونو او اسراییل چې د نورو اتو هېوادونو ترڅنګ یې دغه پرېکړه لیک رد کړ ویلي چې هغه یوازې د حماس ګټې خوندي کوي.

که څه هم د ملګروملتونو د عمومي اسامبلې له خوا دغه تصویب شوی پرېکړه لیک اجرایي بڼه نه لري،خو هغه سیاسي وزن لري او د دغې جګړې په اړه د نړیوالو نظر څرګندوي.

د غزې یو شمېر جګړه ځپلې کورنۍ
د غزې یو شمېر جګړه ځپلې کورنۍ

تردې مخکې متحدو ایالتونو تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ورته یو پرېکړه لیک ویتو یا رد کړی و.

فلسطیني ادارې د دغه پرېکړه لیک هرکلی کړی او له هېوادونو یې غوښتي چې پراسراییل دې د یوه اوربند د منلو لپاره فشار راوړي.

د دغه پرېکړه لیک تر تصویب مخکې د امریکا ولسمشر جوبایډن په واشنګټن کې وویل، اسراییل اوس د متحدو ایالتونو او اروپایي ټولنې په شمول د نړۍ د اکثرو هېوادونو ملاتړ له ځان سره لري، خو دغه ملاتړ په غزه کې د هغو بمباریو له امله چې ده ړندې یا بې توپیره وبللې، ورځ تربلې مخ په کمیدو دی.

د رویترز خبري اژانس د راپورله مخې، د اسراییل پرقلمرو د سخت دریځې حماس ډلې د اوکتوبرد اوومې نېټې له برید وروسته چې اسراییل په دې سیمه کې د حماس د له منځه وړلو لپاره جګړه پیل کړې، د غزې روغتیا وزارت ویلي چې د اسراییل په بریدونو کې له اتلس زره زیات کسان وژل شوي او نژدې پنځوس زره نور ټپیان شوي دي.

پرغزې واکمنې حماس ډلې پراسراییل د اوکتوبر د میاشتې په برید کې ۱۲۰۰ کسان وژلی او شاوخوا ۲۴۰ نوریې برمته کړي دي.

XS
SM
MD
LG