د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۷

په عراق او سوریه کې د ایران تازه بریدونه


د ایران تازه بریدونو ته منسوب یو تصویر
د ایران تازه بریدونو ته منسوب یو تصویر

ایران وايي چې د عراق په شمالي ښار اربیل کې یې د امریکا قونسلګرۍ ته نژدې د اسراییلو د جاسوسۍ پر یوه مرکز برید کړی او د سوریې په شمال کې یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش مرکز په نښه کړی دی.

د ایران سپاه پاسداران ځواک په یو بیان کې ویلي دي چې د عراق په کردستان سیمه کې یې د اسراییلو د استخباراتي ادارې یا موساد مرکزي قرارګاه ویشتلې ده. دې ځواک په یوه جلا بیان کې ادعا کړې چې په سوریه کې یې د تروریستانو پرضد د عملیاتو په ترڅ کې د داعش ډلې اهداف د څو بالستیک توغنديو په وسیله ویشتلي او له منځه یې وړي دي.

د عراق د کردستان سیمې د امنیت شورا د راپور له مخې په اربیل کې چې د نیمه کورواکي کردستان مرکز بلل کېږي د امریکا قونسلګرۍ ته نژدې د ایران په توغندويي برید کې څلور ملکي وګړي وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت ویاند ویلي چې متحدایالتونه په اربیل کې د ایران توغندويي حمله په کلکو ټکو غندي. ماتیو میلر زیاتوي چې دا حمله په عراق کې ثبات زیانمنوي.

د برید یو اړوند تصویر
د برید یو اړوند تصویر

د امریکا یوه دفاعي چارواکي د خپل نوم نه ښودلو په شرط ویلي دي چې پوځ د ایران د توغنديي حملو پته لګولې ده.

د دې چارواکي په وینا ایراني توغندي د عراق او سوریې په شمال کې راپرېوتي،خو د امریکا پر تاسیساتو نه دي لګېدلي او نه دي یې زیانمن کړي.

دا امریکایی چارواکی زیاتوي چې ایراني توغندي دقیق نه وو او هدف ته نه دي رسېدلي.

دا برید په داسې حال کې کېږي چې په منځني ختیځ کې کړکېچ په پراخېدو دی او دا وېره شته چې په غزه کې روان بحران ښايي سیمې ته وغځېږي.

د تېرې اکتوبر میاشتې په اوومه نېټه د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ د جګړې له پیلېدو وروسته د عراق ایران پلوه وسله والو ډلو په عراق او سوریه کې د امریکا پر پوځي اډو تقریبا هره ورځ حملې کړې دي.

دې ډلو ویلي چې دا حملې له اسراییلو څخه د امریکا د ملاتړ په ځواب کې کوي او دوی غواړي چې امریکا له سیمې څخه ووځي.

XS
SM
MD
LG