د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۱

په پاکستان کې د ایران له برید وروسته د دواړو هېوادونو تازه ناندرۍ


د پاکستان په بلوچستان کې هغه روغتون چې د ایران د برید ټپيان ور وړل شوي
د پاکستان په بلوچستان کې هغه روغتون چې د ایران د برید ټپيان ور وړل شوي

د افغانستان د دوو ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان ترمنځ ناندرۍ جدي شوي او دواړه لوري د خپلو ګټو د دفاع خبره کوي.

ایران پر پاکستان برید توجیه کړی او ویلې يې دي، د پاکستان پر خلکو یې د برید هیڅ نیت نه درلود.

د ایران د ولسمشر مرستیال محمد حسیني پرون ( د جنورۍ په ۱۷مه) وویل چې هېواد به یې د دوی په وړاندې هر ډول ګواښ ته ځواب ووایي.

هغه زیاته کړه:

" د پاکستان په اړه، په ځلونو ویل شوي چې پاکستان باید د دغو خلکو مخه ونیسي. هغه کسان چې ایران ته راځي او زمونږ خلک شهیدانوي. همدې ته په کتو طبیعي خبره وه چې ایران یو غبرګون ولري. دا به زمونږ د نظام د خوندیتوب لامل شي. د هغه اقتدار چې د ایران اسلامي جمهوریت یې لري."

د ایران د بهرنیو چارو وزیر: اجازه نه ورکوو چې ملي امنیت ته مو خطر پېښ شي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر: اجازه نه ورکوو چې ملي امنیت ته مو خطر پېښ شي

بل لورته د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان چې د داووس اقتصادي غونډې لپاره یې سویس ته سفر کړی ویلي، پر پاکستان د خپل هېواد برید توجیه کوي.

هغه ویلي، ایران د پاکستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري، خو په وینا یې هېواد یې دا اجازه نه ورکوي چې ملي امنیت ته یې خطر پېښ شي.

ایران د سې شنبې په ورځ د پاکستان پر بلوچستان ایالت د توغندیو او بې پيلوټه الوتکې بریدونه وکړل چې د راپورونو له مخې دوه ماشومان په کې وژل شوي دي.

پاکستاني رسنیو ویلي چې دغه بریدونه د بلوچستان ایالت سبزکوه سیمې او پنجګور ته نژدې شوي دي.

د پاکستان دبهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ پرون په یوه خبري غونډه کې وویل چې د دغه برید د هر ډول عواقبو پړه به د ایران پر غاړه وي.

مېرمن بلوچ زیاته کړه:

" دغه ډول ناقانونه اقدام په هیڅ صورت د منلو نه دی، دا هیڅ توجیه هم نه لري. پاکستان حق لري چې دې ډول ناقانونه اقدام ته ځواب ووایي. ټول مسولیت او عواقب د ایران پر غاړه دي."

د پاکستان د سند ایالت والي کامران تیسوري چې د سوداګرو د یوه پنځوس کسیز پلاوي په مشرۍ په څلور ورځني سفر ایران ته تللی و، د برید په غبرګون کې خپل سفر لغوه کړ او پرون ماښام بیرته کراچۍ ته ستون شو.

د دغه پلاوي د سفر هدف له ایراني چارواکو سره پر سوداګریزو اړیکو خبرې کول او په چابهار بندر کې په یوه نندارتون کې ګډون کول و.

له ارشیفه د پاکستان ادو ایران د لوی درستیزانو تصویر
له ارشیفه د پاکستان ادو ایران د لوی درستیزانو تصویر

تر دې وړاندې پرون ایران او پاکستان له تهران او اسلام اباده خپل سفیران ور غوښتي او د دواړو هېوادونو د چارواکو رسمي لیده کاته هم لغوه شوي دي.

ایران ادعا کړې چې پر بلوچستان د برید هدف یې پر پاکستان برید نه؛ بلکې د جیش العدل وسله والې ډلې په نښه کول و.

د ازادي راډیو ایراني څانګې راډیو فردا راپور ورکړی چې د دغې وسله والې ډلې مرکز د بلوچستان په سبز کوه سیمه کې دی.

وړاندې جیش العدل ته د یوې منسوبې اعلامیې له مخې ویل شوي چې شپږو بې پیلوټه الوتکو او څو توغندیو کورونه او د دغې ډلې د کورنیو غړي په نښه کړي دي.

ایران تر دغه برید یوه ورځ وړاندې په سوریې او عراق کې هم توغندیز بریدونه کړي وو.

دا حملې د کرمان د وروستیو خونړیو بریدون په غچ کې کیږي. د کرمان په بریدونو کې نژدې سل تنه ووژل شول او مسولیت یې هم داعش وسله والې ډلې ومانه.

XS
SM
MD
LG