د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۲

پر ایران د پاکستان غچ اخیستونکی برید؛ ایران: په برید کې ۱۰ پاکستانیان وژل شوي


د ایران په خاوره د پاکستان غچ اخیستونکی برید
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:49 0:00

د ایران په خاوره د پاکستان غچ اخیستونکی برید شوی دی. د پاکستاني چارواکو په وینا، د دې برید هدف د بلوڅانو د ازادي غوښتونکو د جبهې وسله‌وال او د بلوڅو د ازادۍ اردو و.

ایران وايي، په سراوان سیمه کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې لس کسان وژل شوي چې ټول يې پاکستانیان دي.

د ازادي راډیو فردا څانګې د سیستان-بلوچستان ولایت د امنیتي مرستیال علي رضا مرحمتي په حواله ويلي: "د نن سهار په بریدونو لس تنه وژل شوي چې ټول يې پاکستانیان دي."

د مرحمتي په خبره، په وژل شویو کې ۴ ماشومان شامل دي.

هغه زیاته کړې په دې اړه څېړنې کوي چې دا پاکستانیان څنګه دې سیمه ته راغلي وو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن سهار د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دې بریدونو د تایید سربېره، ویلي، د ایران په خاروه کې يې د ترهګرو پتنځایونه په نښه کړي دي.

په اعلامیه کې وړاندې راغلي، پاکستان د ایران ځمکني بشپړتیا ته درناوی لري، خو د خپلو ملي ګټو لپاره يې دا بریدونه کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت

دا بریدونه وروسته له هغې ده چې ایران د سه شنبې په ورځ د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د جیش العدل وسله‌والو پر دوو مرکزونو راکټي او د بې پیلوټه الوتکو بریدونه وکړل.

پاکستان دا بریدونه غندلي وو او د عواقبو خبرداری یې ورکړی وو.

د ازادي راډیو فردا څانګي د ایران په دغه سرحدي سیمه کې د پاکستان بریدونو ته په چې د ایراني چارواکو په خبره، چې پاکستانیان په کې وژل شوي، په ټولنیزو شبکو کې د یو شمېر ایرانیانو غبرګونونه راخیستي چې وايي، وژل شوي کسان ظاهراً ایرانیان ښکاري.

د ۱۹۸۸ کال راوروسته چې د ایران او عراق ترمنځ جګړه پای ته رسېدلې، دا لومړی بریدونه دي چې د پاکستان له‌خوا د ایران پر خاروه کېږي.

د ایران د بهرنیو چارو ویاند ناصر کنعاني پر خپل ټیلګرام په یوې اعلامیه کې دا بریدونه غندلي او ویلي دي چې د پاکستان شارژدافېر يې دې وزارت ته احضار کړی دی.

بل پلو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت له دواړو ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې له زغم کار واخلي.

دا خبره، د دې وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن پر خپلې ایکس شبکې یا پخواني ټویټر کړې او ویلي دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی د اندېښنې وړ دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي، پېکېنګ د ایران او پاکستان تر منځ منځګړیتوب ته تیار دی.

د دې وزارت ویاند مایو نینګ ویلي، چین له دواړو هېوادونو غواړي چې له زغم کار واخلي او د تاوتریخوالي د زیاتېدو مخه ونیسي.

روسیې، اورپايي ټولنې، ترکیې او یو شمیرو نورو هېوادونو هم له پاکستان او ایرانه د زغم او حوصلې غوښتنه کړې او په سیمه کې د تاوتریخوالي په ډېرېدو اندېښنه ښودلې ده.

هممهاله، د سیستان-بلوچستان ایالت د دولتي تلوېزیون یو خبریال ویلي، د ایران او پاکستان ترمنځ د میرجاوه سرحدي لاره خلاصه ده او دا دې ښکاروندي کوي چې دې بریدونو د دواړو هېوادونو پر سوادګرۍ اغېز نه دی کړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG