د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۸

د امریکا لخوا د " نړیوالو ترهګرو" په نوملړ کې د حوثي وسله والو بیا شاملول


یو شمېر حوثي وسله وال
یو شمېر حوثي وسله وال

امریکایي چارواکو په سره سمندرګي کې پر سوداګریزو بېړیو د بریدونو د مخنیوي د هڅو په لړ کې حوثي وسله وال بیا د نړیوالو ترهګرو په نوم لړ کې شامل کړل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ ( د جنورۍ په ۱۷مه) په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دغه اقدام له همدې نیټې دیرش ورځې وروسته عملي بڼه غوره کوي.

رویټرز خبري اژانس د امریکایي چارواکو په حواله لیکلي چې له دې اقدام سره به د ایران له ملاتړه برخمنه حوثي وسله واله ډله تر بندیزونو لاندې راشي او د تمویل او تجهیز لارې به یې بندې شي.

حوثي وسله والو په غزه کې د اسراییلي پوځیانو د بریدونو له ډېروالي سره، په سره سمندرګي کې پر سوداګریزو بیړیو بریدونه ډېر کړل او ځینې بېړۍ یې تاو کړي او درولي دي.

د حوثي وسله والو دې کار نړیواله سوداګري ټکنۍ کړې او دا اندېښنه یې را ولاړه کړې چې په غزه کې د اسراییلي پوځیانو او حماس سخت دریځې ډلې، چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګر بولي، جګړه به د منځني ختیځ نورو سیمو ته هم وغځیږي.

امریکا د خپلې تازه پرېکړې دلیل، په سره سمندرګي کې پر سوداګریزو بېړیو د حوثي وسله والو د بریدونو د مخنیوي هڅه ګڼلې ده
امریکا د خپلې تازه پرېکړې دلیل، په سره سمندرګي کې پر سوداګریزو بېړیو د حوثي وسله والو د بریدونو د مخنیوي هڅه ګڼلې ده

رویټرز د امریکا د یوه چارواکي په حواله چې نوم یې نه دی ښودل شوی ویلي، د حوثي وسله والو همدغه بریدونه د " ترهګرۍ " له تعریف سره سمون لري.

امریکا حوثي وسله وال داسې مهال بیا د ترهګرو په نوملړ کې شاملوي چې د امریکا او برېتانیا جنګي الوتکو تېره اوونۍ په یمن کې د دغې ډلې پر اهدافو لسګونه بریدونه وکړل.

حوثي وسله والو چې په سره سمندرګې کې پر بیړیو بریدونه له اسراییل سره په جګړه کې د فلسطینیانو ملاتړ بولي، د امریکا او برېتانیا دهوایي بریدونو د غچ اخیستنې خبرداری ورکړی دی.

حوثي وسله وال د امریکا د مخکیني ولسمشر ډونالد ټرمپ د واکمنۍ په وروستیو کې امریکا د نړیوالو ترهګرو په نوم لړ کې شامل کړي وو، خو د ۲۰۲۱ کال په فبرورۍ کې امریکا دغه ډله د یمن د بشري ناورین له کبله له دې نوملړه و ایستله.

هغه مهال ملګرو ملتونو د یمن بشري وضعیت بیړنی بللی و او خبرداری یې ورکړی و چې د یمن ۲۱ میلیونه وګړي، یا دوه په درېیو کې اوسیدونکي بشري مرستو ته اړتیا لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG