د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۲

ایران ۲۵ زره نور افغان کډوال شړلي


ایران کې یو شمېر افغان کډوال
ایران کې یو شمېر افغان کډوال

له ایران څخه د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو په لړ کې، په وروستیو کې شاوخوا ۲۵ زره نور هم نیول شوي او افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

د ایران ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې د ایران د خراسان رضوي ولایت د سرحدي ځواکونو قوماندان مجید شجاع ویلي دي چې په تیرو ۱۱ ورځو کې په دغه ولایت کې ۱۳۸۵۲ بې اسناده افغان کډوال نیول شوي او د دوغارون سرحد له لارې له ایران څخه ایستل شوي دي.

په ورته وخت کې د ایران تسنیم خبري اژانس هم د سېستان او بلوچستان د سرحدي قوماندان جواد رفیعي په حواله په تېره یوه اوونۍ کې د ۱۱۶۶۹ بې اسناده افغان کډوالو د نیولو او له ایران څخه یې د ایستلو خبر ورکړی.

دغو ایراني چارواکو ویلي دي، د هر هېواد وګړي باید ایران ته په قانوني توګه داخل شي، که نه نو له قانوني چلند سره به مخ شي.

خو هغه افغانان چې په وروستیو کې له ایران څخه ایستل شوي، ادعا کوي چې د ایستلو په مهال د ایراني پولیسو له خوا ورسره ناوړه چلند شوی.

افغان کډوال په پرله پسې ډول د ایراني پولیسو له ناوړه چلند څخه شکایتونه لري
افغان کډوال په پرله پسې ډول د ایراني پولیسو له ناوړه چلند څخه شکایتونه لري

د دوی له ډلې یوه چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ازادي راډيو ته یې وویل:

"هره هغه شېبه مې په یاد ده چې د ایراني پولیسو لخوا شکنجه کېدلو، ښکنځلې یې راته کولې، زما مېړه یې وواهه او لاس یې مات شو. په ډېر بد وضعېت کې له خپلو څلورو ماشومانو سره افغانستان ته را ستانه شو."

د دې ترڅنګ هغه افغانان چې اوس هم له اسنادو پرته په ایران کې مېشت دي، د نیولو او ایستلو له امله اندېښمن دي.

د دې کډوالو له ډلې حفیظ نایبي ازادي راډيو ته وویل:

" له درېیو ورځو راهیسې مې په اطاق کې هر څه ختم شوي، بهر نه شم تللی. غوښتل مې ښار ته لاړ شم او له بازار څخه وریجې، غوړي، بانجان او ځینې نور شیان راوړم خو له وېرې بهر نه شم وتلی. زموږ وضعېت خراب دی، اسناد نه لرو، په دې خاطر چې و نه نیول شو، بهر نه وځو."

تر دې مخکې ځینو ایراني رسنیو خبر ورکړی و چې په تېرو ۹ میاشتو کې تر ۵۰۰ زره ډېر افغان کډوال له ایران څخه ایستل شوي دي.

ایراني چارواکو ویلي دي چې په ایران کې له اسنادو پرته شاوخوا پنځه میلیونه افغان کډوال ژوند کوي.

د ایران حکومت تر اوسه د دې هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د افغانانو پر اوسېدو بندیز لګولی دی.

افغان کډوال داسې مهال له ایران څخه ایستل کېږي چې د ۲۰۲۳ کال له نومبر میاشتې راهیسې له پاکستان څخه هم څه باندې ۴۰۰ زره افغان کډوال ایستل شوي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG