د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

د ایران یوې محکمې د شاهچراغ زیارت د برید اصلي تورن په اعدام محکوم کړ


په فارس ولایت کې د شاهچراغ په زیارت سږ کال د اسد یا زمري په ۲۲مه وسله‌وال برید شوی و. په دغه زیارت په برید سره لومړی د لږ تر لږه څلورو کسانو د وژل کېدو او د اووه نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی و.
په فارس ولایت کې د شاهچراغ په زیارت سږ کال د اسد یا زمري په ۲۲مه وسله‌وال برید شوی و. په دغه زیارت په برید سره لومړی د لږ تر لږه څلورو کسانو د وژل کېدو او د اووه نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی و.

د ایران د فارس محکمې د شاهچراغ د زیارت د برید اصلي تورن په اعدام محکوم کړ.

په فارس ولایت کې د شاهچراغ په زیارت سږ کال د اسد یا زمري په ۲۲مه وسله‌وال برید شوی و.

په دغه زیارت په برید سره لومړی د لږ تر لږه څلورو کسانو د وژل کېدو او د اووه نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی و.

وروسته د ایران د قضایه قوې اړوند پاڼې میزان وویل چې دوه کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.

د میزان خبري اژانس د راپور له مخې د فارس د محکمې مشر کاظم موسوي اعلان وکړ رحمت الله نوروزف چې د تاجکستان دی او په مصطفی اسلم یار مشهور دی، د نښتې، خیانت او د هېواد د ملي امنیت د ګډوډۍ تورونو سره مخامخ دی.

دی په دوه وار اعدام محکوم شوی او د استېناف غوښتنې لپاره شل ورځې وخت لري.

د فارس د قضایه قوې په وینا، د شاهچراغ د دویمې حملې اصلي تورن هم له داعش ډلې سره په غړیتوب او همکارۍ اعتراف کړی دی.

کاظم زیاته کړه چې د دویمې او درېیمې درجې تورن کسان د د برید د اصلي عامل له نیت څخه د ناپوهۍ له امله د محکمې له خوا له ځینو تورونو برائت اخیستی، خو هر یو په پنځه کاله بند محکوم او له ایران څخه ممنوع الخروج اعلان شوي.

د روان کال په زمري میاشت کې پر شاهچراغ برید په تېر شاوخوا یوه کال کې پر دغه مذهبي ځای دویم وسله‌وال برید و.

د تېر کال د لړم په څلورمه نېټه د شاهچراغ په زیارت کې په یوه جلا برید کې د رسمي شمېرو له مخې لږ تر لږه ۱۳ کسان ووژل شول او ۲۰ تنه نور ټپیان شول.

دا برید په داسې وخت کې شوی وو چې د مهسا ژینا امیني د مړینې له ۴۰مې سره برابره وه او په ایران کې په ټول هېواد کې لاریونونه روان وو.

له هغه برید یو ساعت وروسته داعش ډلې په خپل ټیلیګرام چینل کې د یوې بیانیې په خپرولو سره مسوولیت په غاړه واخیست.

د ایران د اطلاعاتو وزارت هم هغه وخت ادعا کړې وه چې د شاهچراغ په برید کې د لاس لرلو په تور ۲۶ بهرني اتباع نیولي چې ډېری یې د اذربایجان، تاجکستان او افغانستان دي.

د ایراني چارواکو په خبره سږ لومړیو کې دوه افغان اتباع محمد رامز رشیدي او سید نعیم هاشمي قتالي چې د شاهچراغ په لومړي برید کې ښکېل وو په شیراز کې په عام محضر کې اعدام شول.

د هغه برید پاتې درېیو نورو تورنو ته هم محکمې د اوږده حبس حکمونه ورکړل.

د دغو دوو افغان اتباعو اعدام په داسې حال کې ترسره شو چې د کارپوهانو او د بشري حقونو د فعالانو یوې ډلې د جرمونو عادلانه او د دوی د جرم له ثبوت پرته محاکمه تر پوښتنې لاندې راوسته.

XS
SM
MD
LG