د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۷

ایران: ۲۸ شکمن داعشیان د تېرکال پر لاریونونو د چاودنو په تور نیول شوي


د ایران د استخباراتو وزارت لوګو
د ایران د استخباراتو وزارت لوګو

د ایران د استخباراتو وزارت پرون یکشنبې وویل، چې چارواکو د اسلامي دولت ډلې یا داعش سره تړلي ۲۸ کسان چې غوښتل یې په تهران کې د تیرکال د لاریونونو د کلیزې په مهال چاودونې ترسره کړي، نیولي دي.

دې وزارت په خپله ویبپاڼه کې ویلي، چې دغه کسان په تهران، البرز او غربي آذربایجان کې د داعش پرمرکزونو او کورنیو ټیمونو د عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.

د ایران د استخباراتو وزارت ویلي، چې دغه عناصر له حرفوي جنایت کارې ډلې داعش سره تړلي او یوشمیریې په سوریه کې د تکفیریانو په نوم له جهادیانو سره ملګري شوي، یا یې هم په افغانستان، پاکستان او د عراق په کردستان کې فعالیتونه ترسره کړي دي.

د فرانسپرس خبري اژانس د راپورله مخې، په ایران کې چې اکثریت وګړي یې شیعه مذهبه دي، د تکفیریانو اصطلاح معمولاً جهادیانو یا افراطي سنیانو ته کارول کیږي.

د تهران د تېر کال د لاریونونو یوه څنډه
د تهران د تېر کال د لاریونونو یوه څنډه

د ایران د استخباراتو وزارت همدارنګه ویلي چې د دغو کسانو د نیولو لپاره د عملیاتو په ترڅ کې یوشمیروسلې او مهمات، بمونه، انتحاري واسکټې او مخابرې کشف او ضبط شوي دي.

دې وزارت ویلي چې په دغو عملیاتو کې د امنیتي پرسونل دوه غړي ټپیان شوي دي.

د ایران د استخباراتو وزارت په خبره په دغو نیونو سره یې د دیرشو تروریستي چاودنو پلان شنډ کړی چې د تهران په مرکزي، د خلکو له ګڼه ګوڼې ډکو سیمو کې پلان شوې وې.

دې وزارت همدارنګه ویلي چې دغو سخت دریځو غوښتل چې امنیت کمزوری او د تیرکال د بلواوو د کلیزې په مناسبت لاریونونه ولمسوي.

د تهران د امنیتي ځواکونو په توقیف کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني د مړینې په غبرګون کې د تیرکال په تاوتریخجنو لاریونو کې چې څومیاشتې یې دوام وکړ، د امنیتي ځواکونو د غړیو په ګډون په سلګونو کسان ووژل شول.

داعش ډلې مخکې د ایران د ځینو پېښو مسوولیت پر غاړه اخیستی
داعش ډلې مخکې د ایران د ځینو پېښو مسوولیت پر غاړه اخیستی

تهران دغه لاریونونه د بهرنیو حکومتونو او د دښمنو رسنیو کاربللی و.

ایران له داعش سره د تړلو دغو کسانو د نیول کیدو خبرداسې مهال ورکوي، چې د ایران یوې محکمې تیره پنجشنبې په اګسټ میاشت کې په شیراز کې د شیعه ګانود شاه چراغ پرمقبرې په خونړي برید کې د لاس لرلو په تور د داعش یو تاجک غړي، د تاجکستان یوتبعه په اعدام محکوم کړ.

پردې مقبرې دغه برید څه کم یوکال وروسته له هغې شوی و، چې په دې سیمه کې د تیرکال د پراخ خونړي برید مسولیت داعش منلی و.

XS
SM
MD
LG