د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۹

ایرانۍ مدني فعاله 'نرګس محمدي' د نوبل د جایزې ګټونکې اعلان شوه


ایرانۍ مدني فعاله نرګس محمدي
ایرانۍ مدني فعاله نرګس محمدي

د ناروې په اوسلو کې د نوبل د جایزې کمېټې ایرانۍ مدني فعاله نرګس محمدي د سږ کال د نوبل د جایزې ګټونکې اعلان کړه.

په ایران کې د بشري حقونو فعاله او په دغه هېواد کې د ښځې، ژوند او ازادۍ په نوم د غورځنګ ملاتړې نرګس محمدي د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې اعلان شوه.

د جایزې د ګټونکې په توګه د اغلې محمدي د نوم د اعلانولو په اړه د نوبل د کمېټې اعلامیه د 'ښځه، ژوند، ازادي' په شعار پیل شوې او د ایران د مذهبي پولیسو په توقیف کې د مهسا امیني وژل کېدو ته یې اشاره کړې ده.

په ناروې کې د نوبل کمېټې د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې دا معتبره جایزه نرګس محمدي ته په دې خاطر ورکوي چې هغې په ایران کې د ښځو له ځپل کېدو سره مبارزه کړې او د بشري حقونو او ازادیو لپاره یې هلې ځلې کړي دي.

د سږ کال د نوبل د سولې جایزې ته په کاندیدانو کې د افغانستان محبوبه سراج هم کاندید وه او ډېر احتمال و چې دا جایره نرګس محمدي او محبوبې سراج ته په ګډه ورکړل شي.

محبوبه سراج
محبوبه سراج

د نوبل د جایزې کمېټې د نرګس محمدي په اړه ویلي: "د دې زړه وره مبارزه له ډېرو کړاوونو سره یوځای ده."

اغلې محمدي په وروستیو کلونو کې حتي له خپلې کورنۍ سره چې له ایرانه وتلو ته اړ شوې، د یوځای اوسېدو فرصت نه دی موندلی.

نرګس محمدي دوهمه ایرانۍ ښځه ده چې د نوبل د سولې جایزه ګټي.

تر دې وړاندې شیرین عبادي دا جایزه ګټلې وه.

نرګس محمدي ته په داسې حال کې د نوبل د سولې جایزه ورکول کېږي چې هغه په ځلونو بندي شوې ځکه چې د ولسي اعتراضونو له ځپلو او د اعدام له سزا سره یې مخالفت کړی او د سیاسي بندیانو د ملاتړ ترڅنګ یې نور مدني فعالیتونه کړي دي.

دا اوس هم په بند کې ده.

دې د سږ کال د سنبلې په ۲۵ مه د مهسا امیني د وژل کېدو د تلین په مناسبت له زندانه په یوه پیغام کې دا ورځ د ایران د ښځو خلاف د مذهبي استبدادي حکومت د ظلم د ثبت ورځ وبلله.

نرګس محمدي او د هغې مبارزو ته له ۱۳۸۹ څخه هغه مهال پام واوښت چې دا د ایران د بشري حقونو د مدافعانو د مرکز د مرستیالې او ویاندې په توګه ونیول شوه.

دا د یوه داسي مرکز غړې وه چې په ایران کې یې د سیاسی بندیانو پر وضعیت څارنه او د هغو دفاع یې کوله.

نرګس محمدي دوه غبرګوني ماشومان لري چې اوس په فرانسه کې اوسي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG