تازه خبر
پنجشنبه ۲۸ لړم ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۴۰

په ایران کې د ۱۳ کارګرو مړینې په یوه کردمېشت ولایت کې اعتراضونه وپارول

د ایران د ایلام ولایت په ابدانان ښار کې لاریونونه
د ایران د ایلام ولایت په ابدانان ښار کې لاریونونه

د ایران په لوېدیځ ایلام ولایت کې چې ډېری اوسېدونکي یې کردان دي، د نومبر په ۱۷مه سلګونه کسان د تېلو او ګازو د ۱۳ کارګرو د مړینې په غبرګون کې لارو کوڅو ته راووتل.

فارس چې د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو ته نږدې خبري اژانس دی، ویلي چې د لاریونوالو شمېر کابو زرو تنو ته ورسېد.

دا له هغو پراخو ناکراریو وروسته چې د جنورۍ په میاشت کې یې ایران ولړزاوه، د دغه ډول تر ټولو لوی لاریون بلل کېږي چې تر اوسه‌یې په اړه معلومات ترلاسه شوي دي.

د ټولنیزو رسنیو په وېډیوګانو کې لیدل کېږي چې لاریون د چارواکو د حساب ورکولو له غوښتنې پیل شو، خو وروسته د ایران د واکمن مذهبي نظام پر ضد شعارونو ته واوښت.

فارس خبري اژانس ویلي، د لاریونوالو شعارونو له څه وخت وروسته سیاسي بڼه خپله کړه.

دغه اژانس ادعا کړې چې ځینو لاریونوالو د عامه شتمنیو د زیانمنولو هڅه هم کړې ده.

د نومبر په ۱۴مه ماښام هغه بس چپه شو چې د «این‌جي‌ایل دهلران» د تېلو او ګازو شرکت کارکوونکي یې لېږدول.

په پېښه کې ۱۳ کسان مړه او ۱۵ نور ټپیان شول.

د ټولنیزو رسنیو په وېډیوګانو کې لاریونوال له هغو چارواکو د استعفا غوښتنه کوي چې د بس د پېښې مسؤل‌یې ګڼي.

په ځینو نورو وېډیوګانو کې خلک د «دیکتاتور دې مړ وي» شعارونه ورکوي.

دا شعار په تېرو کلونو کې د ایران د لاریونونو په یوه مهم شعار بدل شوی او هدف‌یې د دغه هېواد ستر مذهبي مشر دی.

د ایلام ولایت د ابدانان ښار څارنوال امرالله میسایي لاریونوالو ته خبرداری ورکړی چې چارواکي به له هغوی سره جدي چلند وکړي.

هغه د قضائيه قوې اړوند میزان خبري اژانس ته ویلي: "له دې پېښې څخه د عامه نظم د ګډوډولو او د خلکو د احساساتو د پارولو لپاره د ګټې اخیستو هڅه کوونکي به له پرېکنده غبرګون سره مخ شي."

د بشري حقونو ډلو ویلي چې یو شمېر کسان نیول شوي دي.

د «هانا» په نوم د بشري حقونو سازمان چې د کردانو پر چارو تمرکز کوي، ویلي چې ۵۱ کلن ایرج حیدري، چې د درېیو ماشومانو پلار دی، د سیمه‌ییزو اوسېدونکو او ځانګړو پولیسو ترمنځ د نښتو په ترڅ کې نیول شوی دی.

د کردانو د حقونو بلې ډلې «هه‌نګاو» وروسته راپور ورکړی چې امنیتي ځواکونو لږ تر لږه اووه کرد اوسېدونکي نیولي چې یو یې ۱۵ کلن هلک دی.

ابدانان شاوخوا ۲۴ زره نفوس لري او د جنورۍ په میاشت کې هم په ایران کې د پراخو لاریونونو یو مهم مرکز و.

هغه مهال د راپورونو له مخې، په ټول هېواد کې زرګونه کسان هغه وخت ووژل شول چې امنیتي ځواکونو د لاریونونو د ځپلو لپاره له زور څخه کار واخیست.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

​
XS
SM
MD
LG