ونس د یکشنبې په ورځ، د تلې په ۲۶مه، د سيبياېس نیوز له یوه خبریال سره په تازه مرکه کې، دې پوښتنې ته په ځواب کې چې ولې د جګړې له اوږدېدو سره سره امریکا لا هم پرېکنده بری نه دی ترلاسه کړی، وویل: «زه وایم چې له ځینو اړخونو موږ پرېکنده بری ترلاسه کړی، خو ایرانیانو په ځانګړو لارو غبرګون ښودلی دی.»
د امریکا د ولسمشر مرستیال ټینګار وکړ چې ډونالډ ترمپ پر ایران جګړه د دې لپاره پیل کړې وه چې د دغه هېواد د اسلامي جمهوریت مخه ونیسي او اتومي وسلې ترلاسه نه کړي. هغه زیاته کړه چې ایران، چې د ده په وینا په نړۍ کې د ترهګرۍ تر ټولو ستر دولتي ملاتړی دی، باید دغو وسلو ته لاسرسی ونه لري.
ونس وویل: «ایا موږ د ایران اتومي پروګرام له منځه وړی دی؟ ځواب هو دی.»
هغه زیاته کړه چې د امریکا حکومت اوس دوه موخې تعقیبوي: لومړی، له ایران څخه داسې اوږدمهاله او د تایید وړ ژمنه ترلاسه کول چې خپل اتومي پروګرام به بېرته نه رغوي؛ او دویم، د انرژۍ د نړیوال کړکېچ مخنیوی.
ونس د ایران د اتومي وړتیاوو د بیا رغولو د احتمال په اړه وویل، باید دا پوښتنه وشي چې ایا ایران به پنځه کاله وروسته وکولی شي خپل اتومي زېرمتون بېرته جوړ کړي او د یورانیمو د بډاینې وړتیا بیا ترلاسه کړي.
هغه ایران تورن کړ چې د خپل اتومي پروګرام له ویجاړېدو وروسته یې پر سوداګریزو بېړیو بریدونه کړي او په سمندري لارو کې یې وېره خپره کړې ده. د نوموړي په وینا، د دغو اقداماتو له امله د انرژۍ بیې لوړې شوې دي.
ونس وویل، واشنګټن باید د ایران د اتومي پروګرام د بیا نه پیلولو په اړه د کلکې ژمنې د ترلاسه کولو ترڅنګ، دا هم یقیني کړي چې نړۍ د انرژۍ له کړکېچ سره نه مخ کېږي.
هغه زیاته کړه: «زه به لومړی کس یم چې ووایم د پټرولو بیې ډېرې لوړې دي. که د امریکا سمندري ځواکونو د هرمز تنګي له لارې د تېلو او ګازو د لېږد بهیر نه وای ساتلی، بیې به د اوسنیو بیو درې برابره وې.»
که د امریکا سمندري ځواکونو د هرمز تنګي له لارې د تېلو او ګازو د لېږد بهیر نه وای ساتلی، بیې به د اوسنیو بیو درې برابره وېجيډي ونس، د امریکا د ولسمشر مرستیال
ونس خبرداری ورکړ چې که امریکا د ایران د اتومي پروګرام له منځه وړلو وروسته خپل عملیات ودروي او له سیمې ووځي، د انرژۍ بیې به په چټکۍ سره لوړې شي.
هغه وویل، ترمپ غواړي امریکايي مصرفوونکي د انرژۍ د بیو د فشار د کمېدو اغېز احساس کړي. ونس د جګړې پر مهال د پټرولو بیو د لوړې کچې په پرتله د راټیټېدو یادونه وکړه، خو ویې ویل چې حکومت باید د بیو د لا کمولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
ونس د چنګاښ په ۱۷مه، پر ایران د امریکا د بریدونو له بیا پیل وروسته، ویلي و چې تهران له واشنګټن سره د لاسلیک شوې هوکړې شرطونه نه دي مراعات کړي. هغه خبرداری ورکړی و چې که ایران پر سوداګریزو بېړیو بریدونو ته دوام ورکړي، امریکا حق لري چې «تر هر بل وخت ډېر سخت» ځواب ورکړي.